ژباړه: حمیدالله حمیدي
د طبیعت نړۍ یوه خنثی نړۍ ده؛ خنثی نړۍ د هڅې او کوښښ ځای دی، ټولنه پر تاسو کار نه لري چې تاسو څه ډول کسان یاست او څه کوئ، خو په هر وخت کې د جذب قانون تاسو ته وایي: “که د بریالیو کسانو د بریا پر راز پوه شئ عملي یې کړئ، په خپل ژوند کې به ډېر څه لاسته راوړئ” دغه مهم ټکی تل په یاد ولرئ: “هېڅوک له تاسو څخه ذکي او بهتره نه دي.” تل لوړ فکرونه وکړئ او په خپل ذهن کې ورته ځای ورکړئ. ټولو بریالیو ښځو او نارینه وو له داسې فکرونو څخه پیل کړی چې په لومړي سر کې حیرانوونکي وو، داسې غوښتنې چې له اوسنیو هغو سره یې توپیر درلود.
دا به مو هم اورېدلي وي چې که مو په موخو پورې چا ونه خندل، هغو ته موخې مه وایاست. د پوهانو په اند، تاسو باید داسې غوښتنې ولرئ چې وتوانېږئ هغو ته د عمل جامه ور واغوندئ او عملي یې کړئ. دغه کړنه مو د دې لامل ګرځي چې تاسو د خپلو لوړو خیالونو پر لور حرکت وکړئ، که د خپل ځان لپاره محدودیتونه پیدا نه کړئ او لوړې موخې درته وټاکئ په اصل کې به مو خپل ځان ته احترام کړی وي.
په دې سره کولای شئ پر خپل ځان باندې باور پیدا کړئ او دا باور مو د دې لامل ګرځي چې خپل قدر وپېژنئ، خوشاله و اوسئ او د خپلې خوښې وړ رشتې ته د بریالي کېدو انګېزه پیدا کړئ. خپلې موخې مو معلومې کړئ، دا چې ستاسو موخه په کانکور کې د خپلې خوښې وړ رشتې ته بریا ده، نو په اړه یې ډېر فکر وکړئ؛ د څه په اړه چې تاسو ډېر فکر کوئ هماغه ته رسېدای شئ. فکر، خبرې، پر خپلو موخو فکر کول هغه څه دي چې تاسو له نورو معمولي زده کوونکو څخه بېلوي.
له هغه زده کوونکو مو بېلوي چې تل د زده کړو په برخه کې د ستونزو په اړه خبرې کوي او فکر یې په همدې کې مصروف وي. هغه څه چې مو په ذهن کې دي، د کاغذ پر مخ یې ولیکئ او په اړه یې ډېر فکر وکړئ. زده کړې مو مشخصې کړئ، هغه لارې چارې چې کولای شي د کانکور په ازموینه کې مو بریالي کړي، ولیکئ. هغه څه چې زه یې دلته نوم درته اخلم “د بریا ستراتیژي” هغه څه چې کولای شي تاسو په کانکور کې بریالي کړي او پر یو قوي محصل مو بدل کړي.
د خپل ځان ښوونکي و اوسئ
که مو په دې اړه فکر وکړ چې د خپل ځان ښوونکي یاست، ذهني وړتیا مو لوړېږي او خپله ځان جوړوئ، د خپلو کارونو مسوولیت پر خپله غاړه واخلئ، په دې کړنې سره تاسو کولای شئ چې نور د شرایطو قرباني نه شئ، بلکې کولای به شئ چې د خپل ځان لپاره خپله شرایط برابر کړئ. داسې یوه وخت ته رسېږئ چې نور به په دې اړه فکر نه کوئ چې څه به کېږي، بلکې خپله به په خپل لاس یو څه کوئ او کنټرولوئ. له همدې نن څخه شروع وکړئ، د ځان لپاره داسې مهالوېش جوړ کړئ چې هره ورځ مو د درس لوستلو ساعتونه زیات شي، هره ورځ مو مطالعه یو ساعت مخکې شروع کړئ او یو ساعت وروسته یې پای ته ورسوئ. دغه کړنه ستاسو د پیاوړتیا ځواک څو برابره کوي، په داسې حال کې چې یوازې دوه ساعته ستاسو په کاري ورځ کې زیات شوي دي. زده کړې مو همېشنۍ کړئ او ټول عمر زده کړه وکړئ، تر څو په خپل ژوند کې تر نورو مخکښ شئ.
له زانګو تر ګوره زده کړې وکړئ
دغه کړنه د دې لامل ګرځي چې تاسو په خپل ژوند کې ډېر پرمختګ وکړئ او د خپل تحصیل په دوره کې ډېره هغه څه لاس ته راوړئ چې بل چا نه دي راوړي. نړۍ د هرې هڅې لپاره مکافات او مجازات په پام کې نیولي دي:
– د ښې هڅې لپاره ښه مکافات
– د منځنۍ هڅې لپاره منځني مکافات
– او د نه کوښښ لپاره ماتې او ناکامي