خبریال: کانیشکاـ

د کاپیسا د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي په روان کال کې د اته سوه میرمنو د اقتصادې وضعیت د ښه والي په هدف یې د کورنۍ باغچې پر نوم   یوه پروژه رامنځته کړې ده، چې د روان کال تر پایه به عملي شي او د یادې پروژې په پلي کیدو سره به  د ګڼ شمېر میرمنو اقتصادي ستونزې حل شي. د کاپیسا د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالواهاب نسیمي په وینا د یادې پروژې لګښت د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا ورکول کېږي او اوسمهال یې په یو شمېر میرمنو باندې تخنیکي وسیال هم ویشلي دي تر  څو  د اوړي په موسم کې   د کورنۍ باغچې حاصلات پروسس کړي او د ژمي پر موسم کې یې په مناسبه بیه وپلوري.

نوموړی زیاتوي: « ځینې سبزیجات شته، چې د ژمي په موسم کې نه ساتل کېږي او  له  پاکستان څخه هېواد ته راوړل کېږي او په لوړه بیه پلورل کېږي. زموږ هڅه دا ده چې د کورنۍ باغچې د لارې ډول ډول سبزیجاتو کرنه، ساتنه او پروسس(وچول ) یې میرمنو ته ورزده کړو اود اوړي پر مهال همدا سبزیجات وچ کړې او د ژمي په موسم کې په مناسبه بیه وپلوري چې دا بهیر مو پیل کړی دی او په دې پروګرام سره به د بې وزلو میرمنو اقتصادي وضعیت هم ښه شي».

د یادونې وړ ده، چې کاپیسا  دهېواد  د مرکزي  کرنیزو ولایتونو څخه دی چې یو شمېر وچې او تازه میوې د هیواد سره بېره بهرنیو هېوادونو ته هم استول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *