په کاپیسا ولایت کې د کرکټ دیوې اکاډمۍ جوړولو د بنسټ ډبره دیو لړ مراسمو په ترڅ کې کیښودل شوه.

په دې مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریس ډاکټر نورمحمد مراد، د کاپیسا والي جنرال محراب الدین صافی، ملی لوبغاړی شاه پور ځدران،د کورني کرکټ مسؤل نظیم جار عبدالرحیمزی او د ولایت د استازو برخه اخیستې وه.

1په پیل کې د کاپیسا ولایت مقام چارواکو، ورزشکارانو او کرکټ مینوالو له لوري د افغانستان کرکټ بورډ مسؤلینو تود هرکلی وشو.
ورسته د ولایت د کنفرانسونو په خونه کې د کاپیسا والي محراب الدین صافي د افغانستان کرکټ بورډ غړو ته ښه راغلاست وویل، د افغانستان کرکټ لاسته راوړنې یی د نړۍ په کچه بې سارې یادې کړې، صافی زیاته کړه چی همدا کرکټ دی چی موږ یی نن د نړۍ په هره برخه کې نړیوالو ته په ښه نوم ورپیژندلي یو.

هغه زیاته کړه، چې دا د هر افغان دنده چی د ملي لوبغاړو ستاینه او قدرداني یې وکړي.

د کاپیسا والي د افغانستان کرکټ بورډ څخه یو ځل بیا مننه وکړه چی د کاپیسا ځوانانو لپاره یی ددغې اکاډمۍ جوړولو اقدام وکړ.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ډاکټر نورمحمد مراد د کاپیسا د ښاغلي والی، کرکټ مینوالو او مخورو مشرانو څخه مننه وکړه چی د دوی یی تود هرکلی وکړ او د ځمکې په ورکړه کې د کاپیسا د کرکټ استازي سره مرسته کړې.

ډاکټ مراد په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه  چې د افغانستان کرکټ بورډ به پدې ولایت کې یواځې د اکاډمۍ په جوړولو بسنه نه کوي او په راتلونکي کې به د کاپیسا ځوانانو لپاره د کرکټ په نورو برخو کې مرسته وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د کاپیسا کرکټ لوبغاړو سره د کرکټ یو شمیر اړینو وسایلو مرسته وشوه.

د پروګرام په پای کې د کاپیسا د والي د کرکټ بورډ مسؤلینو او ملي اتل شاپور ځدران ته  یوه یوه چپن ډالۍ کړه.

د همدې سفر په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریس ډاکټر نورمحمد، اړوندو مسؤلینو او ملي لوبغاړي شاپور ځدران د پروان ولایت له کرکټ اکاډمۍ هم لیدنه وکړه.

هغه له مسؤلینو څخه د ټاکلي وخت سره سم د اکاډمۍ چارو بشپریدو غوښتنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *