تاند- په کراچۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ درېم سکرتر ذکي عدو د کونسلګرۍ د یوه ساتونکي له لوري ووژل شو.

پاکستاني رسنۍ وايي، دا پېښه نن /دوشنبه/ د کراچۍ په کلفټن سیمه کې وشوه.

ډان ورځپاڼه د جنوبي کراچۍ د پولیسو د مرستیال قوماندان ازاد خان په قول وايي، د کونسلګرۍ ساتونکي حیات الله د شخصي لانجې پر سر پر عدو ډزې وکړې.

ازاد خان له پېښې وروسته نیول شوی او په سیمه کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

د کراچۍ د پولیسو مرستیال وايي، داسي نه ښکاري چې دا پېښه دې له تروریزم سره تړاو ولري.

پولیسو او پوځیانو سیمه محاصره کړې ده.

د کراچۍ په کلفټن سیمه کې د ګڼو نورو هیوادونو کونسلګرۍ هم موقعیت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *