تاند- د پاکستان د کراچۍ ښار پولیسو د ګلستان جوهر د سیمې یو قاري پر یوه کم عمره طالب د جنسي تېري په تور ونیوه.
پولیس وايي، پر یوه ۱۴ کلن طالب تېره شپه په مدرسه کې جنسي تېری شوی دی.
د بي بي سي اردو د راپور له مخې، پولیسو تېري کوونکی قاري نن /دوشنبه/ ونیوه.
د ګلستان جوهر د سیمې پولیس وايي چې ۱۴ کلن طالب، چې جنسي تېری پرې شوی، خپل پلار ته شکایت کړی و چې قاري محمد سلیم ورسره جنسي زیاتی کړی دی.
قاري وروسته له دې ونیول شو چې د هلک پلار د دارالعلوم مدرسې د قاري خلاف عرض وکړ.
پولیس وايي چې د هلک له طبي معاینې څرګنده شوه چې جنسي تېری پرې شوی دی.
له دې جلا د سند ایالت په کوټري ښار کې هم پر یوه ماشوم جنسي تېری شوی دی.
تر دې وړاندې د پنجاب په قصور ښار کې د یوې ۷ کلنې نجلۍ مړی په داسې حال کې پر ډېران وموندل شو چې لومړی پرې جنسي تېری شوی و.
د دې ماشومې قنل او جنسي تېري په قصور کې د خلکو غوسه وپاروله او په مجموع کې یې په پاکستان کې د دا ډول ګڼو قضیو په وړاندې د اقداماتو او تدابیرو په اړه بحثونه وپارول.
ای افغانانو پام کوی داسی بی شرم کس ته خپل اولادونه وانه ستوی
محروم او د جنسی حوس خامار قاری/ملا داسې غلامان خداکه په جنت کې په برخه شي…نوش نوش