تاند- د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سختې ګرمۍ له کبله په تېرو ۳ ورځو کې لږترلږه ۶۵ تنه مړي شوي دي.
د ایدي (ایدهي) مرستندویه ټولنه وايي، د ګرمۍ له لاسه هغه بېوزله کسان مړه شوي چې وسایل نه لري د روژې په اوږدو ورځو کې کار کوي.
په لسګونو نور لمر وهلي کسان د کراچۍ په روغتونو کې بستر شوي دي.
ویل کېږي چې له یوې خوا هوا ډېره توده شوې، له بلې خوا برښنا پر له پسې پرچاو کېږي چې له کبله یې تربت حالت رامنځته کېږي.
د هواپېژندنې ادارې د نن /سې شنبې/ لپاره د تودوښې درجه مثبت ۴۳ اټکل کړې ده.
په ۲۰۱۵ م کال په پاکستان کې د هوا د تودوښې له کبله ۱۳۰۰ تنه مړه شول.
ساینسپوهان اټکل کوي چې په راتلونکو څو لسیزو کې به د هند او پاکستان ډېرې برخې دومره تودې شي چې انسانان به پکې ژوند نه شي کولی.