کله چې د اخترورځ رانژدي سي نوماته د کلي اختررایاد سي ،هیڅ مي نه هیریږي اوهغه وخت زه ۱۱کلن وم ، داخترپه سهاربه دمعمول سره سم کلیوال دسهارلمانځه لپاره دکلي مسجد ته تله ، دلمانځه وروسته به روغبړونه شروع سوه ،داخترمبارکۍ به یواوبل ته ویل کیدي ،بعضو به نوی جامي اغوستي وی اوبعضو به پاکی جامي اغوستي وي ،داختردسهارپه لمانځه کي به مسجد ډک ؤ کله چه به روغبړونه خلاص سوه نوټول به دمسجد په شاوخوا کي کښیناستلدسترخوان به هوارسو اوځوانانو به دخپلو کورو څخه پاخه سوی خواړه په کاسو کي راویستل ،هرچا دخپل وس سره خواړه راوړه ،زما چه په یادیږي نوزیاتره به دوریجو ډک مسي غوری ګان اوکاسي وی اوبوره به یی پردوړولي وه ، چا به دچرګ ښورا راویسته ،چا به جوش کړي هګی اویونیم به بیا ښه خټه شیدي راوړی ،دکلي خان چه حاجي نظرخان نومیدی درویجو څو ډک غوریګان راویسته اودهرغوری پرسربه ۴ داني کوفتي پرتی وی ،په درست کلي کی کوفته چا نه سوای پخولای ،حاجي نظرخان دکوفتي ماشین درلود ،دکوفتي مینه وال ډیروه ،چه مخ به دي رااړاوه نوکوفته به خلاصه سوه نظرخان به بیا زوی ته ورږغ کړه هله دوه دري غابه کوفته راوړه ، رشتیا هم دنظرخان دکور دکوفتی خوند می بیا نه دی ترخوله سوی ،نظرخان به هم خورا په جګه غاړه ناست ؤ . تول کلیوالو په مزه مزه ډوډی خوړله اوټوکي به یی سره کولی ،موږهلکان به ددسترخوان په اخیر کی ناست ؤ او ظاهرا به ډیر ارام ؤ خو یودبله موپه پس پسي خبری کولی اوموږ هم خپلي ټوکي کولی . داخترکاسي به وخوړل سوی اوڅه ګړی به کلیواولو مجلس وکړ بیابه نوکوروته روان سوه .

دکلي منځ کی دتوتانو دونوترسیوري لاندي به ځوانانو اوهلکانو داخترمیلي کولي ،ټالونه به مواچولي وه او دکلي دوکاندار به پتاسی اوجلبی خرڅولی ،هلکانو به هګي جنګولی ،ځوانانو به هګي په قطاروجنګولی اوپه یوپلا به یی لس شل هګی وګټلی ،ښه می په یاددي چه زموږ دکلي ملاصیب ناببره راپیدا سو اوناري یی کړي ای خبیثانو خمار کوی ، دخدای په غضب اخته سي ،موږ به ټول وتښتیدو اوپه شاوخوا کي به موځانونه پټ کړه ملاصیب چه همداسي ګډ ؤ دهګیوقطارونه ټول کړه اودجیب دستمال یی په ډک کړ اودمسجد پرخوا روان سواودایی ویل چه زه به ستاسو ګمراهانو سره داختره وروسته جوړسم موږ به دټیټو دیوالو شاته پټ ؤ اوملاصیب مو لیدی ،موږ به یودبله خندله ،موږ دملاصیب څخه ډیربیریدو سخت وهل یی کول ،موږ به بیا کورو ته ولاړو نوري هګی به موراړوی . زما همزولي سراج ته پلاردبازاره پلاستیکي عینکي راوړي وی موږ به په نوبت پرسترګوایښولي اوهرڅه موپه سره رنګ لیده ،په لوبو کي عینکي ماتي سوی سراج ډیر وژړل،موږ دکلي دوکاندار ته هګي ورکړي اودسراج لپاره موپتاسي واخیستلي اوکرار کراریی ژړا بس کړه اوپه ګډه مودسراج سره پتاسي وخوړی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *