تاند- په نشه حالت کې د موټرچلولو د مخنیوي لپاره په اروپايي او امریکايي هیوادونو کې ترافیک پولیس هر هغه موټر دروي چې پر چلوونکي یې د الکولو د څښلو شک راشي. دوی عموماً یوه اله لري چې هغې ته په پوکلو څرګندېږي چې چلوونکي الکول څښلي او که نه دي.

خو دا طریقه سل په سلو کې د موټرچلوونکو د الکولو د څښلو مخه نه نیسي ځکه چې ترافیک پولیس هر موټر نه شي درولی.

د امریکا په کلیفورنیا کې یو نوی قانون تصویب شو چې پر اساس یې هر موټرچلوونکی، چې که یو ځل هم د نشې په حالت کې پر موټر چلولو ونیول شي، مکلف دی چې په خپل موټر کې یو ګجیت یا اله کښېږدي چې نشه ته د موټر چلولو اجازه نه ورکوي.

د اې بي سي نیوز د راپور له مخې، څېړونکي، د عامې روغتیا ملاتړ کوونکي او سیاسي مشران باور لري چې دا قانون به د هغو ترافیکي پېښو له کمېدو سره مرسته وکړي چې له الکولو سره تړاو لري.

دا ګجیت یا آله د موټر په شټرینګ پورې نصب کېږي او که چلوونکي یې تر ټاکل شوې یا مجاز اندازې زیات الکول څښلي وي، اجازه نه ورکوي چې موټر چالان کړي.

د امریکا په ۵ نورو ایالتونو لکه جورجیا، انډیانا، ماساچوسیت، مونتانا او اوهایو کې دا قانون پخوا نافذ شوی و.

څېړونکي وايي چې په یادو ۵ ایالتونو کې ترافیکي پېښې په سلو کې ۵۰ کمې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *