۰۱ اپرېل ۲۰۱۵ – ۱۲ وری ۱۳۹۴
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (یونیسف) په مالي او تخنیکي مرسته، د اوبو نړیواله ورځ و لمانځله.
د مارچ ۲۲ امه د اوبو نړیواله ورځ ده، چې هر کال په ګڼ شمېر هېوادونو کې د تازه اوبو اهمیت ته د پام، او دتازه اوبو د سرچینو د ښه مدیریت او دوامدارې پراختیا څخه د ملاتړ په موخه لمانځل کیږي.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت وزیر جلالتمآب نصیراحمد دراني، د اوبو او برښنا وزارت معین جلالتمآب انجینیر محمد سمېع، د عامې روغتیا وزارت معین جلالتمآب دوکتور بصیراحمد سرور، د ښاري پراختیا وزارت معین جلالتمآب اکبر احمدي، د پوهنې وزارت معین جلالتمآب دوکتور سید حمیدالله، د افغانستان لپاره د یونیسف استازي ښاغلي اکیل آیېر، د یونیسف د واش څانګې مشر ښاغلي رولف لوین ډیجک، د ملګرو ملتونو د ادارو استازو، د مرستندویه بنسټونو نماینده ګانو او نور ونډه لرونکو ګډون کړی وو.
په یاده غونډه کې د کلیوبیارغونې او پراختیا محترم وزیر جلالتمآب نصیراحمد دراني د اوبو د اهمیت په باب د خبرو تر څنګ وویل، ((افغانستان ۳۰ مېلیونه وګړي لري، چې ۷۵ سلنه برخه یې په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي؛ یوازې ۴۵ سلنه وګړي د څښاک صحي اوبو ته لاسرسی لري او په کلیوالي ټولنو کې بیا دغه کچه ۳۹.۴ سلنې ته راټیټيږي)). نوموړې د خپلو خبرو په ترڅ کې له مرستندویه ادارو څخه د مننې ترڅنګ، پر دوی غږ وکړ، چې د هېواد د اوبو له سکټور سره مرستې پراخې کړې او په دې برخه کې زیاته پانګونه وکړي.
په همدې لړ کې په افغانستان کې د یونیسف استازي ښاغلي اکیل آیېر خپله پیلیزه وینا واوروله. نوموړي وویل، ((اوبه د دوامداره پرمختګ لپاره هسته یې رول لري او د ټولنیز اقتصادي پرمختګ، روغتیايي اېکوسیستم او د بشر د بقا لپاره حیاتي ماده ده)). نوموړي دغه راز د افغان حکومت سره د کوچنیانو لپاره د څښاک د صحي اوبو د چمتوالی په برخه کې د مرسته کولو لپاره خپلې ژمنې تکرار کړې.
په غونډه کې د اوبو او برښنا وزارت، د ښاري پراختیا وزارت او د پوهنې وزارت محترمو معین صاحبانو په خپل وار سره د برښنا، کرهڼې، روغتیا او ښارونو کې د اوبو پر اهمیت خبرې وکړې.