ام وګړي خو څه کوې، چې حتا تر ټولو زیاته انګزه لرونکي کسان هم کله نا کله خپلو موخو ته د رسېدو په لار کې له کړاوونو سره مخ کېږي او خپله حوصله له لاسه ورکوي. لاندې یې د ځینو اړینو حل لارو یادونه کوو:

لومړۍ حل لاره: د خپل خفګان یا خواشینۍ لامل مو پیدا کړئ؛ ځکه خواشيني یا خفګان د انګېزې تر ټولو ستر دښمن دی.

په ژوند کې ستاسو د خفګان لاملونه کېدای لاندې برخو ته اړوند شي:

د کوم کار له تر سره کولو وېره درلودل.

د لېوالتیا سره د ناسم کار ترسره کول.

پر نفس کم باور درلودل.

دویمه حل لاره: کله چې د کوم کار له ترسره کولو وېرېږئ، نو داسې پروګرام جوړ کړئ، چې له مخې یې ونه شئ کولای کار مو نیمګړی پرېږدئ؛ بلکې وکولای شئ کار مو په بشپړه توګه سرته ورسوئ؛ یعنې هر کار چې سرته رسول غواړئ، نو د هغې په تړاو انګېزه لرونکې جملې او پلانونه د کاغز پر مخ ولیکئ او د خپلې خونې په داسې ځای کې یې ولګوئ، چې تل او هر وخت مو پرې سترګې ولګېږي او ستاسو د مثبت کېدو او ځواکمنتیا لامل شي.

دریمه حل لاره: هر کله، چې پر نفس د کم باور احساس کوئ، نو هڅه وکړئ، ترڅو په لاندې پوښتنو فکر وکړئ او داسې ځواب ورته ولټوئ، چې د مثبت کېدو لامل مو شي؛ ولې مو پر خپلو وړتیاوو، ځواکمنتیاوو او پیاوړتیاوو شک لرئ؟ ایا په منفي فکر کولو به کوم څه ترلاسه کړئ؟ ایا منفي فکر مو ژوند نه تریخوي؟

په حقیقت کې په منفي کولو کولو کې ماتې نغښتې ده؛ هڅه وکړئ ترڅو له منفي فکر څخه ځان وژغورئ، تل د منفي او مثبت فکر لپاره له ځان سره تعریف یا پېژند ولرئ، تل هڅه وکړئ، چې ځان مو ارامه احساس او له ژوند څخه مو خوند واخلئ.

څلورمه حل لار: تل په یاد ولرئ، چې خواشیني یا خفګان د تل لپاره له انسان سره مل نه ده او هر وخت یې د ژر له منځه وړلو په موخه په هڅه کې اوسئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *