خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-۹-۵
کندهار، افغانستان- په کم عمر کي د نجونو د ودولو پر ضد او د نجونو د تعليم د ودي پروګرام جوړ سو.
ياد پروګرام نن ماپښين د کندهار د عصري زده کړو په انسټيټيوټ کي د UNHCR، UN او د کوچنيانو د ملاتړ ادارې په مرسته جوړ سوی وو، چي پکي د عصري زده کړو انسټيټيوټ مشر احسان الله احسان، د يادو مرستندويه ادارو استازو، د بشر حقوقو ادارې د کوچنيانو ځانګي مسوول شمس الدين تنوير او ګڼ شمېر مېرمنو او ښځينه زده کوونکو ګډون کړی وو.
احسان الله احسان په کم عمر کي د نجونو ودول يو ناوړه او غيرشرعي دود وباله او ويې ويل چي د دې ناوړه دود پر ضد به دغه کمپاين ۱۶ ورځي دوام وکړي. هغه زياته کړه چي په کم عمر کي د نجونو ودول که له يوې خوا د هغوی پر ژوند منفي اغېز ښندي، له بلي خوا يې له زده کړو څخه هم محروموي. نوموړي وويل: دا ډېره د خواشينۍ خبره ده چي زموږ په کلیو او بانډو کي لا هم د کم عمر نجونو ودول دوام لري. دا اصلاً د نجونو پر صحي او ټولنيز ژوند سخت منفي اغېز لري. يوه نجلۍ چي خپل شخصي ژوند نه سي سمبالولای، څنګه به د اولادونو تربيه وکولای سي.
احسان وايي د نجونو زده کړه د اولادونو پر سالمي تربيې لوی اغېز ښندي چي مېرمني کولای سي د تعليم له برکته خپل اولادونه له ډول ډول ستونزو او ناخوالو څخه وژغوري. نوموړي پر ټولو کورنيو ږغ وکړ چي پخپلو ښځينه اولادونو تعليم وکړي او په کم عمر کي يې له ودولو څخه لاس واخلي.
د غونډي په جريان کي ښاغلي احسان وويل چي د CFLI له لوري د کندهار د عصري زده کړو انسټيټیوټ د زده کوونکو لپاره د ۵۰ زره ډالرو مرسته منظور سوه. نوموړي ژمنه وکړه چي دا مرسته به د خپلو زده کوونکو د تعليمي کچي د لوړولو په برخه کي ولګوي.
د بشر حقوقو ادارې د کوچنيانو څانګي مسوول شمس الدين تنوير وويل چي د نجونو زده کړه نه يوازي دا چي يو اسلامي امر دی، بلکي د ټولني اړتيا هم ده. هغه زياته کړه چي که افغانان غواړي ټولنه يې د نورو ملتونو غوندي ترقي وکړي، نو يوازينۍ لار يې په اولادونو تعليم کول دي. نوموړي داراز وويل چي په کم عمر کي د نجونو ودول نه يوازي د نجونو له خوښي څخه سرغړونه ده، بلکي د کورنيو د بدبختۍ سبب ګرځي.