په کندز ښار کې لوی واټ د درانه استاد محمد صدیق پسرلي په نوم ونومول شو

د کندز ولایت د مدني او کلتوري ټولنو په وړاندیز او د کندز د والي ښاغلي غلام سخي بغلاني د حکم پر اساس د کندز په ښار کې کندز پوهنتون ته څیرمه ستر واټ د استاد محمد صدیق پسرلي په نوم ونومول شو.
د استاد پسرلي په نوم ددغه ستر واټ د نومولو مراسم نن ماسپښین دوه بجې د کندز د والي غلام سخي بغلاني د کندز ولایت د لیکوالو او شاعرانو او قومي مشرانو او نورو دولتي چارواکو په ګډون تر سره کیږي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت هم په پام کې لري په کابل ښار کې یوه مرکزي لیسه د استاد محمد صدیق پسرلي په نوم ونوموي. چې د نومولو مراسم به یې راتلونکې اوونۍ تر سره شي.

دغه راز د غزني ولایت یو شمیر مدني او کلتوري ټولو او مشرانو وړاندیز کړی چې غزني پوهنتون د استاد پسرلي په نوم ونومول شي.

علم ګل سحر

3 thoughts on “په کندز ښار کې لوی واټ د استاد پسرلي په نوم شو”
  1. پسرلی خو ابدي دی، خو اوس هغه واټ هم د ده د نوم سره ابدي شو. ډیر نیک او ښه کار شوی، د دغه کار د ټولو ګډ‌ونوالو نه مننه،

  2. ډیرښه کار یی کړی د کندز والی څخه ډیره مننه کوو چی په کندز کی د ارواښاد ښاغلی پسرلی په نوم یو واټ ونموو .د غزنی د خلکوڅخه هم ډیره مننه چی غواړی د پسرلی صاحب په نامه پوهنتون ونوموی اوهمدارنګه د پوهنی وزارت څخه هم مننه کوو چی د کابل په ښار کی یوه ښوونځی دښاغلی پسرلی په نامه ونوموی. خدای ج د څخه نوموړی ته د جنت پیردوست غواړو.
    مصطفی له کابل څخه

  3. داچی لیسه یاکوم بل فرهنګی ځای داستاد په نوم شوی وای نوښه به ؤ ځکه پداتیروکلونوکی ډیر واټونه اولاری دځینوکسانو په نومونونومول شوی خویو یی هم په هغه نوم نه یادوی بلکه په مخکینی نوم یی یادوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *