کندهار افغانستان- په کندهار کي د ښځو چارو ورياست ددغه ولايت په اطلاعاتو فرهنګ رياست کي د ښځينه لاسي صنايعو لپاره د بازار موندني په هدف د يادو سوو توکو نندارتون پرانستل سو.
دغه نندارتون به درې ورځي دوام وکړي او کتونکي به وکولاى سي چي بدون له کومي ستونزي دغه نندارتون ته ورسي او خپل د خوښي شيان رانيسي.
دياد نندارتون د پرانستلو پر مهال د ښځو چارو رئيسې رقييې اڅکزۍ وويل چي د کندهاري مېرمنو په لسګونه قلمه په لاس جوړ سوي شيان د نندارې او پېرلو لپاره ايښودل سوي دي.
هغې زياته کړه چي ددې نندارتون د پرانستلو څخه يې هدف دا دى څو خلکو ته دکندهاريو مېرمنو کاري پياوړتيا په ډاګه سي او د دوى د لاسي صنايعو لپاره د بازار زمينه برابره سي.
نوموړي دغه راز وويل، دوى به بيا هم د لاسي صنايعو د پرمختګ او بازار موندني لپاره کار وکړي خو په دې برخه کي د کندهار د تجارانو څخه غواړي چي د مېرمنو د لاسي توليداتو لپاره د بازار موندني په برخه کي د دوى سره مرسته او همکاري وکړي څو په دې سره لاسي صنايعې وده او پرمختګ وکړي او د ميرمنو اقتصادي حالت هم بهبود پيدا کړي.
ديادوني وړ ده چي غالۍ اوبدل، خامکي غاړي، جال بافي ا و داسي نور د مېرمنو د لاسي توليداتو څخه شميرل کيږي.