تاند- د کندهار ولایتي اداره وايي چې د دغه ولایت په معروف ولسوالي کې نژدې ۴۰ تنه وسله وال طالبان د خپل بم په چاودنه کې وژل شوي دي.

د کندهار د والي ویندوی عزیزاحمد عزیز نن /شنبه/ رسنیو ته وویل، دا پېښه تېره شپه په معروف ولسوالي کې هغه مهال وشوه چې په یوه موټر کې بار شوي چاودېدونکي مواد وچاودېدل.

د عزیز په ادعا په چاودنه کې لږترلږه ۳۷ تنه وژل شوي دي.

د کندهار د والي ویندوی وايي چې طالبانو غوښتل چې له چاودېدونکو موادو پر ډک هاموې موټر د زابل په اټغر ولسوالي کې پر سرحدي پولیسو حمله وکړي.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

له بلې خوا د افغانستان په شمال کې ملي اردو وايي چې د بدخشان په جرم ولسوالي کې په یوه هوايي حمله کې لږترلږه ۲۱ وسله وال مخالفان وژل شوي یا ټپیان دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو له خبرپاڼې سره سم، افغان هوايي ځواک د جمعې په ورځ په جرم ولسوالي کې د وسله والو مخالفانو مرکزونه بمباري کړل چې په نتیجه کې یې لږترلږه ۱۸ تنه ووژل شول او ۳ نور ژوبل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *