ارشیف

تاند- په خوست او کندهار کې د سولې د ولسي حرکت پلویانو نن /پنجشنبه/ په جلا جلا مظاهرو کې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې جګړه بس کړي.

مظاهره چیانو، چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، د «اوربند غواړو» شعارونه ورکول.

د کندهار مظاهره چیانو د افغانستان د سولې لپاره د پیل شویو هلوځلو ملاتړ وکړ، ویې ویل چې د سولې او اوربند لپاره د هیواد په ټولو ولایتونو کې لاریونونه کوي څو ږغ یې ښکېلې خواوې واوري.

د خوست مظاهره چیانو وویل، که چیري د دولت وسله وال مخالفان دا ځل د بیا الافغاني خبرو غوښتنه ونه مني، د اعتراضي لاریونونه لړۍ به ټولو ولایتونو ته وغځوي.

د سولې ولسي حرکت څه باندې یو کال پخوا هغه مهال په هلمند کې پیل شو چې وسله والو طالبانو پر یوه لوبغالي په انتحاري برید کې په لسګونو بېګناه لوبغاړي او نندارچیان ووژل.

د دې حرکت غړي له لشکرګاه څخه تر کابل او بیا د هیواد به شمال کې تر بلخ ولایت پورې د سولې لپاره پلی لاریون وکړ خو د سولې او اوربند لپاره د دوی غوښتنه لا هم نه ده منل شوې.

طالبانو د دې حرکت غوښتنې په زغرده رد کړي او دا حرکت یې په بهرنیو ځواکونو په لمسه بللی دی.

خو د سولې د حرګکت غړي وايي چې د هیچا په غوښتنه د اوربند او سولې لپاره کار نه کوي بلکې دا د افغانانو اساسي غوښتنه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *