د کندهار ولايت د ارغنداؤ او خاکرېز ولسواليو ترمنځ پر غځېدلي سړک نن سهار د ماين په چاودنه کې لس تنه ووژل چې اته یې یې ښځې او دوه ماشومان دي. راپورونه وايي چې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.
په دې پېښه کې درې نارینه ژوبل شوي دي.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم دغه پېښه نن سهار ۹:۰۰ بجې هغه مهال وشوه چې د پېښې د قربانیانو د سپرلۍ موټر له ژړۍ ولسوالۍ څخه خاکرېز ولسوالۍ ته روان و او د ارغنداؤ او خاکرېز پر سرحد باندي د طالبانو پر ښخ شوي ماين ور برابر شو.

وسله والو طالبانو، چې عموماً پر سړکونو د دولتي ځواکونو په لار کې ماینوږنه ږدي د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په ده سبز ولسوالۍ کې ۷ ملکیان ووژل شول

د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ د خښتو د یوې بټۍ اووه کارګر د وسله والو حمله کوونکو په ډزو ووژل شول.

د پژواک خبري اژانس له قوله د ایران فارس نیوز خبري اژانس ویلي چې وژل شویو کارګرو د ولسي جرګې د یوه غړي حاجي الله ګل مجاهد د خښتو په بټۍ کې کار کاوه.

په دې پېښه کې یو شمېر نور کارګر ټپیان شوي او دا احتمال شته چې د تلفاتو شمېر ډېر شي.

له پېښې وروسته د ده سبز شاوخوا دوه سوه دوکاندارانو د پلچرخي په سیمه کې د دې ظالمانه پېښې پر ضد مظاهره وکړه.

One thought on “په کندهار او ده سبز کې لږترلږه ۱۷ ملکیان ووزل شول”

ځواب دلته پرېږدئ