راپور: ارمان پوپل- په کندهار کي د ډاکټر اشرف غنی احمدزي د کمپاین د دفتر اوله څنګه پرانیستل سوه.

په دې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د کندهار او ولسوالیو ګڼ شمېر قومي مشرانو ګډون وکړ.

د دې څانګې ريس د کندهار د هماهنګۍ شورا رییس حاجی ولي شاه اغا وټاکل سو.

1ښاغلی حاجی اغا رسنیوته وویل چي نن زما له پاره ډیر دخوښۍ ځای دی چي زه په کندهار کي د یو داسی کاندید د کمپاین دفتر خپرانیزم چي هغه واقعا د دې خاورې او ولس له پاره د خدمت لیڅی رانغښتی دی او غواړي چي نور افغانان له ظلم څخه خلاص سي.

حاجی اغا د خبرو په دوام کې زیاته کړه((موږ ډاکټر صاحب ته دا ډاډ ورکوو چي د کندهار ولس ستا سره ولاړ دئ، او نور نه غواړي چي د پخوا په څیر په نا اهله او بې سواده ټولنه کي ژوند وکړي او د کندهار ولس په تا ویاړی))په افتتاحیه غونډه کي د حاجي ولي شاه اغا ترڅنګ نورو قومی مشرانو هم خبری وکړې. د کندهار د دامان ولسوالۍ څخه د پوپلزو قومي مشر حاجی اخند صاحب وویل چې د ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی یو ډیر وطن دوسته شخصیت دی او په یوولسو کاندیدانو کي موږ ته دی ډیر د قدر وړ دی او موږ باوري یو چي ډاکټر صاحب به د افغانستان راتلونکی ولسمشر وي.

همداراز ځینو نورو مشرانو هم خپل ملاتړ د ډاکتر صاحب څخه په ډیر افتخاراعلان کړ او دهمکاریو ژمنه یې وکړه .

په کندوز کې لسګونو زرو خلکو ته اشرف غني وینا وکړه

د تحول او تداوم د ټیم مشر او د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزی نن کندوز ته لاړ او د دغه ولایت د لسګونو زرو خلکو یوې لویې غونډې ته یې وینا وکړه.

1د کندوز خلک وايي چې تراوسه پوري یې دومره لویه غونډه نه وه لیدلې.

غونډې ته اشرف غني احمدزي او د هغه لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وینا وکړه او په ترڅ کې یې خپل پروګرامونه تشریح کړل.

کندوز د افغانستان په شمال کې یوازینی ولایت دی چې د اوسېدونکو اکثریت یې په خټه پښتانه دي.

په داسي حال کې چې انتخاباتو ته تر درو اونیو لږ وخت پاتې دی د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو کاندیدانو انتخاباتي کمپاین ته زور ورکړی او هره ورځ د افغانستان مختلفې سیمې د بېلابېلو کاندیدانو د غونډو شاهدې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *