مطبوعاتي اعلامیه
۱۳۹۳ د لړم ۱۰

په هېواد کې د بندو ښوونځيو د پرانېستو په دوام دا ځل د کندهار ولایت په پنجوايي او ژېړۍ ولسوالیو کې دوه تړلي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ بیا پرانېستل شول.

د پنجوايي ولسوالۍ د دستګیري په لومړني ښوونځي کې ۱۵۰ تنو زده کوونکو او د ژېړۍ ولسوالۍ په نلغام لومړني ښوونځي کې څه باندې سل تنو زده کوونکو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې شوي دي.

د یادولو ده، چې په پنجوايي ولسوالۍ کې د سیمې د خلکو په غوښتنه یوه دیني مدرسه هم تاسیس شوې، چې اوسمهال پکې نژدې ۲۰۰ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي. د کندهار د پوهنې مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته به ددې کال تر پایه په یاد ولایت کې هېڅ تړلی ښوونځی د زده کوونکو پرمخ بند پاتې نشي. ددې ولایت خلکو هم ژمنه کړې، چې د خپلو اولادنو پرمخ به د تړلیو ښوونځيو دروازې خلاصوي او نور به چاته اجازه ور نه کړي، چې د دوی اولادونه له زده کړو بې برخې کړي.

د پوهنې وزارت رهبري د تېر په څېر له دیني عالمانو، قومي مشرانو او سیمه ییزو مخورو څخه غواړي،  چې د بندو ښوونځيو په پرانېستو او د ښوونیزو مرکزونو په ساتنه او حفاظت کې ورسره مرسته وکړي.

په درنښت

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

One thought on “په کندهار ولایت کې دوه تړلي ښوونځي بیا پرانېستل شول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *