په کندهار کې ملي بس

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۱-۲۳

کندهار، افغانستان- په کندهار ښار کي د ملي بس تصدۍ او ګڼ شمېر خصوصي کاسټرونو رسماً د ټرانسپورټ په برخه کي په فعاليت پيل وکړ.

په يادو مراسمو کي چي نن غرمه په شهيدانو چوک کي جوړ سوي ول، د کندهار د سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د ټرانسپورټ رئيس نجيب الله احمدي، د ملي بس تصدۍ آمر محمدعيسی او يو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.

د مراسمو پر مهال ګڼ شمېر کاسټرونه او ملي بسونه رايوځای سوي ول او د پټۍ په پرېکولو سره يې رسماً په فعاليت پيل وکړ. د ټرانسپورټ رياست له لوري د ملي بسونو او کاسټرانو د تګ راتګ لپاره ځانګړي ټرانسپورټي لاينونه او د درېدو ځايونه او لس افغانۍ کرايه ټاکل سوې ده.

د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د کندهار اوسېدونکو ته د ملي بسونو او کاسټرونو د فعاليت مبارکي وويله او ويې ويل دغه اقدام يې د خلکو د غوښتني له مخي کړی، تر څو د ښاريانو په وړاندي پرتې ټرانسپورټي ستونزي له منځه ولاړي سي. نوموړي د ولايت مقام له مرستيال عبدالعلي شمسي او ټرانسپورټ رئيس څخه ځانګړې مننه وکړه چي په دې برخه کي يې هلي ځلي کړي دي.

1نوموړي زياته کړه چي هڅه کوي په اينده کي تر يو شمېر ولسواليو پوري د ټرانسپورټ په برخه کي بسونه فعال کړي يا خصوصي ټرانسپورټي سکټور تشويق کړي چي له کندهار ښاره تر ولسواليو پوري تګ راتګ وکړي.

د مراسمو په پای کي د ټرانسپورټ رئيس او يو شمېر هغو کسانو ته چي په ټرانسپورټي برخه کي يې هلي ځلي کړي، ستاينليکونه ورکول سول. د مراسمو له پای ته رسېدو سره د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا او د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي او يو شمېر نور چارواکي په ملي بس کي له شهيدانو چوک څخه تر ولايت مقام پوري ولاړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *