سړکونه او لويي لاري د يو هيواد ښارګونه ګڼل کيږي.
په کوم هيواد کي،چي سړکونه او لويي لاري نه وي، نو اوسيدونکي به يې د يوې ليري جزيرې په ډول له هر ډول پرمختګونو څخه ليري وي.
موږ، چي کوم وخت د يو هيواد د پرمختګ خبري کوو، نو ورسره سم د لويو سړکونو ستاينه يې مخ ته راځي او اړ يو، چي ووايو، فلانکى هيواد داسي منظم سړکونه لري او هر ښار ته يې غزېدلي لويي لاري خورا منظمي دي.
زموږ په هيواد کي، چي تيرو اوږدو جګړو يې هرڅه وران کړي، سړکونه هم له دې ورانۍ څخه روغ نه دي پاته سوي، که يوه نيمه لسيزه وړاندي د هيواد حالت ته وګورو، نو اکثره لويي لاري او په ښارونو کي غزېدلي ټول سړکونه کنډ او کپر پراته وو.
د ولسمشرکرزي په مشرۍ د نوي دولت په لاسته راوړونو کي همدا د لويو حلقوي سړکونو بيا جوړول او ښارونه له ولسواليو سره د پخو او جغلي سړکونو په وسيله نښلول هغه څه دي، چي د دغه نوي دولت په مهمو لاسته راوړونو کي شمير کيږي.
که څه هم د يو شمير سړکونو کفيت دومره کښته و، چي د يوڅو کالو او ان د مياشتو په تېرېدو سره بيرته له منځه ولاړل.
همداسي سړکونه، چي اوس کنډ او کپر پراته دي په دننه کندهار ښار کي هم تر سترګو کيږي.
د مسلم څلور لاري څخه بيا تر کابلبانک پوري ياد غزېدلى سړک يې ښه بېلګه ده.
د دغه او نورو سړکونو د رغولو خبرونه څو ځله په رسنيو کي خپاره سول، ليکن تراوسه همداسي کاږه واږه او ځيني برخي، خو يې د لښتيانو په ډول ژور پاته دي.
کندهارښاروالۍ او نورو اړوندو څانګو ته په کار ده، چي د هيواد په لوى ولايت کندهارښار کي دننه د دغسي د سړکونو غم وخوري.
په ځينو ټرافيکي پيښو کي يو علت د داسي سړکونو ډبونه او ماتوالى هم ياديږي او ترڅنګ يې د ښار ښکلا هم زيانمنه کړې ده.
په کندهار کي ښاريان او موټر چلوونکي د دغو سړکونو رغول غواړي او زياتوي، چي د سړکونو په منظم رغولو سره به د ښار چاپيريال هم له دوړو(غبار) څخه ساتلى سوى او ترڅنګ به يې د يو شمير ټرافيکي پيښو ګراف هم راکښته سوي وي.
خلګو ته هم په کار ده، چي د سړکونو په ساتنه کي خپله دنده سرته ورسوي، ځکه دا ښار او سړکونه يوازي د ښاروالۍ او دولت نه دي، بلکي دا ټولي اسانتياوي د ښار د اوسيدونکو لپاره دي.
ښاريان بايد نه يوازي خپله، بلکي نورو ته هم اجازه ور نه کړي، چي پر پخو سړکونو د کورونو کثافات، خاوري، خښتي او نور مواد وغورځوي.
موټر چلوونکي هم بايد پر رغول سويو سړکونو جيک تر موټر لاندي نه کړي او نه يې هم مبلين پر سړک قصدا توى کړي.
ښه خبره داده، چي لومړى ښاروالي او بيا عام ولس د ښاري سړکونو په ساتلوکي خپله دنده سرته ورسوي او که چيري هرڅوک په دې اړه مسؤليت يو او بل ته سپاري، نو هيڅ امکان نه لري، چي موږ او تاسي دي په ښار کي منظم سړکونه ولرو.
درنو هيوادوالو! راسئ ښار د ځان وګڼو او په ساتنه کي يې خپل مسؤليت لکه څنګه، چي ښايي اداء کړو.
په نوره نړۍ کي د ښارونو اوسيدونکي او ښاروالۍ په يوه خوله او يو زړه د سړکونو په ساتلو کي فعاله ونډه اخلي.
خداى دي وکړي، چي زموږ په هيواد کي هم دغه دود عام سي.
امين