تاند- په کندهار ښار کې د نن /سې شنبې/ د چاودنې په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته ورسېد.
افغان چارواکي او روغتوني سرچینې وايي چې په دې پېښه کې، چې په یوه میني بس کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو د چاودنې په نتیجه کې وشوه، ۳۸ نور ژوبل دي.
د پېښې ټول قربانیان ملکیان دي. د هغوی په منځ کې یو شمېر ماشومان هم شامل دي.
د طالبانو د خندق عملیاتو له پیلېدو راپه دې خوا د افغانستان په مختلفو سیمو کې خونړۍ حملې او چاودنې شوي چې له کبله یې په سلګونو افغانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
دا چاودنه څو ورځې وروسته له دې کېږي چې د جلال اباد د کرکټ په لوبغالي کې د چاودنو له کبله ۸ تنه شهیدان او ګڼ نور ژوبل شول.
د کندهار د چاودنې مسوولیت هم تراوسه ترهګرو ډلو په غاړه نه دی اخیستی.
د کندهار په چاودنه کې لږترلږه ۶ تنه شهیدان شوي
تاند- د کندهار د میرویس روغتون مسوولان وايي چې د ۶ مړي او ۳۰ ټپیان تراوسه ورته راوړل شوي دي.
ګومان کېږي چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې ډېر وي.
د میرویس روغتون ريیس نعمت الل بارک رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د پېښې اکثره قربانیان ماشومان دي.
د چاودنې ځای یوه مارکېټ ته نژدې و او ویل کېږي چې ډېرې مرګ ژوبلې په مارکېټ کې شوي دي.
په کندهار کې د ملي امنیت ریاست وايي چې له چاودېدونکو موادو یو ډک میني بس یې په یوه ورکشاب کې کشف کړ، خو مخکې تر دې چې دوی په میني بس کې موجود چاودېدونکي مواد شنډ کړي، وچاودېده.
ترهګرو ډلو تراوسه پورې د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
په کندهار ښار کې په یوه میني بس کې چاودنه وشوه
تاند- په کندهار ښار کې نن /سې شنبه/ د امنیتي ځواکونو د یوې پوستې مخته په میني بس موټر کې چاودنه وشوه.
افغان امنیتي چارواکو پېښه تایید کړه خو د مرګ ژوبلو په اړه یې تر دې دمه څه نه دي ویلي.
شاهدان وايي چې د چاودنې په ځای کې دوړې او لوخړې لیدل کېږي.
تراوسه پورې د دولت وسله والو مخالفانو څه نه دي ویلي.
د پېښې نور جزییات به همدلته خپاره شي.