کندهار، افغانستان- په کندهار کي د تېري شپې د سخت اورښت له امله يو شمېر کورنيو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
اورښت چي تېر ماښام نژدې ١١ بجې پيل او تر سهاره يې دوام وکړ، ډېرى زيان يې د نهمي ناحيې اړوند لويه وياله سيمه کي اړولى دى. د نهمي ناحيې اړوند د سيمانو پول په ساحه کي ٣ کورونه نړېدلي، چي يو کوچنى پکي مړ او د يوه بل کوچني په ګډون دوه تنه ټپيان دي. دغه راز د نهمي ناحيې د برېښناکوټ په ساحه کي يو دوکان نړېدلى، چي د دوو کوچنيانو په ګډون درې تنه ټپيان دي. همداراز د نهمي ناحيې د حکيم صاحب اډې، کوتل مرچې او ملالۍ کلينيک په سيمو کي ٣٤ کورونه او ٣ دوکانونه نړېدلي دي او دامهال ٧ سرايونه نور د اوبو تر خطر لاندي دي. د نهمي حوزې د اوولس ماموريت په ساحه کي ١٢ کورونه او يو مسجد نړېدلي دي. د يادي ناحيې اړوند د نجيب په نمرو کي ٦ دوکانونه او ٣ کورونه نړېدلي دي. داراز د دې ناحيې په بېلابېلو برخو کي ٩ کورونه او يو بل مسجد نړېدلي دي. د فاميلۍ په ساحه کي يوې امنيتي پوستې ته اوبه ورغلي او دامهال د نړېدو له خطر سره مخ ده. ټپيان د امنيتي ځواکونو له لوري د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
بل خوا د لسمي حوزې نولسم ماموريت ته اوبه ورغلي، چي مالي زيان يې ورته اړلى دى. د دريمې ناحيې د بالاکرز په ساحه کي ٤ کورونه نړېدلي او په حاجي عرب کي ٣ کورونه نړېدلي دي. داراز د دوهمي ناحيې د يخ کارېز په سيمه کي ٢٥ کورونه نړېدلي دي.
د کندهار ښاروالي، ملي پوليسو، عامه نظم پوليسو، ضد حوادث مسوولينو، ملي اردو او عامو خلکو له لوري له زيانمنو سره تر خپله وسه همکاري او مرسته سوې او دوام لري، تر څو په سيمه کي د مالي او ځاني زيانونو مخه ونيول سي.
د سرې مياشتي رياست له خوا په بېړني ډول له زيانمنو سره د يو شمېر لازمو مرستو لړۍ پيل سوې، چي پکي خېمې، کمپلي، سترنجيګاني، کلنګ، بېلچې او ځيني نور د اړتيا وړ توکي ورکړل سوي دي.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا له امنيتي ځواکونو، اړوندو رياستونو او ولس څخه مننه کوي چي له خپل ولس سره يې مرسته کړې ده. ښاغلى ويسا زياتوي، امنيتي ځواکونو د خلکو په مرسته وکولاى سواى چي د لازياتو مالي او ځاني زيانونو مخه ونيسي، که دا مرسته نه واى، زيانونه به نور هم زيات واى، ځکه له زياتو استوګنځيو څخه اوبه راايستل سوي، کوچنيانو او مېرمني راايستل سوي او له ګواښونو څخه يې خوندي کړي دي.
کندهار والي وايي، که د کندهار اوسېدونکو بېځايه کثافات نه غورځولاى او د ښاروالۍ تر ځانګړو کثافتدانيو پوري يې رسولاى، نو به ويالې او د اوبو د وتلو لاري خلاصي واى او دومره زيانونه به نه رسېدل. که همداراز خلکو د ښاروالۍ له ماسټر پلان او اصولو سره سم کورونه جوړولاى، هم به دومره ډېر زيانونه نه اوښتلاى. هغه هيله وښوده چي په راتلونکي کي خلک د ښار پاکوالي او د ښاروالۍ اصولو ته پابند واوسي.
ښاغلي ويسا دا يوه طبيعي او قدرتي پېښه وبلله او يو ځل بيا يې له ملي پوليسو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د پيښي له زيانمنو سره يې د خپل خاص احساس او وطندوستۍ پر بنسټ مرسته کړې.