نېټه١٣٩٢، ٠٥، ١٥

کندهار افغانستان- تېره ورځ د کندهار ولايت مقام او د همدې ولايت دسولي د شورا رياست لخوا د روژې مبارکي مياشتي د تبرک او فضيلت او د ورانکارو پېښو د مخنيوي په خاطر د سولي غونډه جوړه سوه.

په دغه غونډه کي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، دکندهار ولايتي شورا او سولي شورا رئيسانو او غړو تر څنګ يو شمېر نورو دولتي رئيسانو او زيات شمير قومي مشرانو، او ديني عالمانو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکريم په تلاوت پيل او ورپسې کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا ګډونوالو ته د روژې مبارکي مياشتي پر فضيلت، امنيت او په افغانستان کي پر تل پاتي سولي وږغېد.ښاغلي ويسا وويل، د وسلوالو مخالفينو لخوا د سړک غاړي ښخ سوي ماينونه او دې ته ورته د نورو ورانکارو پېښو قربانيانيوازي او يوازي بې ګنا ولسيخلک دي او وسلوال طالبان ددې پرځای چي دسولي او امن لاره خپله کړي د بې ګنا او مظلومو افغانانو په وژنه او ددوی په زورونه لاس پوري کړی دی.

نوموړي دغه راز پر ټولو وسلوالو مخالفينو ږغ وکړ چي ددغه فاضلي مياشتي د تبرک او د راتلونکي کوچني اختر د خوشحالۍ په خاطر د مظلومو افغانانو له وژني، غيري اسلامي او غيري اخلاقي اعمالو څخه نور لاس واخلي او راسي د خپلو فاميلونو او اولادونو سره يوځای هوسا، ارام او له خوشحاليو څخه ډک ژوند پيل کړي.

په غونډه کي د علماوو شورا رئيس قاري بشيراحمد د وسلوالو مخالفينو لخوا سوي ورانکار اعمال د اسلام له نظره حرام وبلل او زياته يې کړه چي په افغانستان کي هره ورځ په سلهاوو افغانان مري او ګټه يې بهرنيانو ته رسېږي.

قاري بشيراحمد وويل، الله پاک او دهغه له خوا رالېږل سويستر لارښود حضرت محمد (ص) ټول مسلمانان د جنګ جګړو او د مظلومانو او بې ګنا انسانانو د وژلو او ورانکارو اعمالو څخه منع کړي دي او زياته يې کړه چي الله تعالي د سولي خوښوونکی او په سوله او امن کولو راضي کېږي، نو تولو مسلمانانو ته په کار ده چي د جنګ او ناخوالو پر ځای د سولي او امن لاره خپله کړي.

د غونډي د اجنډا سره سم د سولي شورا او ولايتي شورا رئيسانو هم د روژې مبارکي مياشتي فضيلتونه بيان کړل او لهټولو وسلوالو مخالفينو څخه يې د جنګ، جګړې او انسان وژني ته د پایتهرسېدو غوښتنه وکړه.

.د يادي غونډي  ګډونوالو هم د الله پاک د ستر دربار څخه په افغانستان کي د تل پاتي سولي غوښتنه کوله او د وسلوالو مخالفينو څخه يې د روژې مبارکي مياشتي په خاطر د سولي د پروسې سره د يوځای کېدو غوښتنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *