په سوله او امنيت کي د ځوانانو د ونډي تر سرليک لاندي په جوړه سوې غونډه کي د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریس حضرت ولي هوتک دا ډاډ حرګند کړي که چیرې ځوانانو ته موقع په لاس ورسي دوی کولای سي د سولي په ټینګښت کي تر بل هر چا زیات مهم رول ولوبوي.
ښاغلي هوتک ویلي چي ځوانانو ته باید دا موقع ورکول سي تر څو د خپلو نورو فعالیتونو ترڅنګ د سولي په راوستلو کي هم برخه واخلي.
د دوشنبې په ورځ په سوله او امنيت کي د ځوانانو د ونډي تر سرليک لاندي په دغه جوړه سوې غونډه کي چي نورو ځوانانو هم برخه اخستې وه برخوالو وويل لكه څرنګه چي په افغانستان كي ځونان اكثريت جوړوي نو دوی كولاى سي د سولي په راوستلو كي هم اغیزمن رول ولوبوي.