خبرپاڼه

غونډه چي د کندهار ولايت مقام د غونډي په تالاره کي جوړه سوې وه، پکښي دسولي د عالي شورا رئيس استاد کريم خليلي، د سولي دعالي شورا د دارالانشا رئيس او په سياسي چارو کي د ولسمشر محمد اشرف غني ارشد سلاکار محمداکرم خپلواک، کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا، د ولايت مقام مرستيالانو، د روزګان والي اسدالله سعيد، د کابل څخه راغلو د يني عالمانو، د کندهار، زابل، روزګان او هلمند په لسګونه ديني عالمانو او قومي مشرانو او په لسګونه نورو کسانو برخه اخيستې وه.

د سولي په اړه د سويلي زون له علماکرامو سره مشورتي غونډي ته لومړی کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا خبري وکړې.

کندهار والي د سولي د عالي شورا د رهبرۍ له راغلي پلاوي مننه وکړه، چي د سولي ددغه ډول لويو غونډو د جوړېدو پېل يې له کندهاره وکړ.

نوموړي وویل، چي دلوی کندهار ټول ولسونه دسولي په ارمان دي او پر وسلوالو طالبانو يې ږغ وکړ، چي نوره د سولي لاره خپله کړي او د خپل ولس د سوکالۍ لپاره جګړه بس کړي.

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا دغه راز وویل، چي دولت د خلکو لپاره د ښې حکومتدارۍ په برخه کي هم د پام وړ ګامونه پورته کړي، چي دده په وينا په دې ډ‌ول سره له حکومت سره د خلکو همکاري زياته سوې او په بېلابيلو برخو کي پرمختګونه رامنځته سوي دي.

د سولي د عالي شورا رئيس استاد کريم خليلي بيا په خپلو خبرو کي کندهار د ټول هيواد په کچه د يوه سرنويشت سازه ولايت په توګه ياد کړ او زياته يې کړه، چي د لوی کندهار ولسونه کولای سي د سولي د ملي پروسې په بريا کي اغېزمنه همکاري وکړي.

ښاغلي خليلي په هيواد کي روانه جنګ جګړه د هيڅ چا په ګټه ونه بلل او وې ویل، چي بايد وسلوال طالبان د يوې حتمي سولي په اړه پرېکړه وکړي.

غونډي ته ددې ترڅنګ د هيواد د علماو د سرتاسري شورا رئيس مولوي قيام الدين کشاف او د کندهار، زابل، روزګان او هلمند ځينو ديني عالمانو هم وينا وکړه.

دوئ ټولو په خپلو خبرو کي له ديني اړخه د سولي پر ارزښت رڼا واچول او په اوسني وخت کي يې سوله د ټولو افغانانو په خير وبلل.

هغوی له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړ،چي د جمهور رئيس لخوا وروستي وړانديزونه ومني او د سولي اوسني ګټور فرصت د لاسه ور نه کړي.

د روزګان والي حاجي اسدالله سعيد، په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازي عبدالخالق بالاکرزی، د زابل د ولايتي شورا رئيس عطاجان حقبيان، څارنوال محمد عيسی او دښځو په استازيتوب بيا عزيزې وطنوال هم خبري وکړې.

دوئ ټولو په يوه خوله د حکومت د سولي د روانو هڅو کلک ملاتړ وکړ او هيله يې وکړه، چي ددې غونډي په جوړېدو سره به د سولي روانه ملي پروسه بريالۍ سي.

د سولي ددې مشورتي غونډي وروستی ويناوال د سولي دعالي شورا د دارلانشاء رئيس محمداکرم خپلواک وو.

ښاغلي خپلواک په خپلو خبرو کي وویل، چي حکومت له وسلوالو طالبانو سره بېله کوم قيد او شرط پرته د سولي خبرو ته حاضر دی، چي دده په وينا اوس دا په وسلوالو طالبانو اړه لري، چي له خپل لوري يوه خپلواکه پرېکړه وکړي.

هغه له جمهوررئيس محمد اشرف غني هم مننه وکړه، چي دسولي پروسې د بريا لپاره جدي هوډ لري او ددې پروسې د ښه پرمخ وړولو لپاره يې يوه نړيواله اجماع رامنځته کړې ده.

بايد وویل سي، چي په کندهار کي تردې مخکي هم دسولي ورته غونډي جوړي سوي خو دا لومړی ځل دی، چي د سويلي زون په کچه دلته په کندهار کي دسولي په اړه د علماو لویه مشورتي غونډه جوړيږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *