د کندهار په اطلاعات او فرهنګ رياست کي پرون ماځيګر د ليکوال او شاعر شهيد عبدالقديم پتيال د ۳ تلين په ياد غونډه جوړه سوه.

په غونډه کي د ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، د اطلاعات او فرهنګ سرپرست فضل الباري بريالي، د کندهار پوهنتون رئيس حضرت مير توتاخېل، ډاکټر عبدالرازق پالوال او يو شمېر نورو رئيسانو، ليکوالو، شاعرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

فضل الباري بريالي د يادغونډي په سر کي د اطلاعات او فرهنګ د وزير پوهاند محمد رسول باوري پيغام ولوست. په پيغام کي شهيد پتيال ته د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د تسليت غوښتنه سوې وه او روانه جګړه د يوې ناوړي پديدې په توګه ياده سوې وه. همداراز ارواښاد پتيال يو روښانفکره او مېړنی ځوان ياد سوی وو. په پيغام کي دا هم راغلي ول چي افغانان بايد د ملي روحيې له مخي سره متحد سي.

وروسته د ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغالالي دستګيري شهيد پتيال يو ځوان مبارز وباله او زياته يې کړه چي ترهګرو د هغه پرمختګ او د فرهنګ او ادب په برخو کي لاسته راوړني ونه سوای زغملای.

استاد حيات الله رفيقي د خپلي مقالې د لوستلو پر مهال وويل چي که عبدالقديم پتيال د پختګۍ حد ته رسېدلی وای، نو د علامه حبيبي او بېنوا غوندي هستي به وای. هغه زياته کړه چي پتيال نه يوازي يو ليکوال او شاعر وو، بلکي په څېړنه کي يې هم ډېر کار کړی چي د خورا ستايلو وړ دی.

د کندهار پوهنتون استاد مطيع الله روهيال د شهيد پتيال پر فرهنګي، علمي او سياسي ژوند د مقالې په توګه خبري وکړې او ويې ويل چي د شهيد پتيال له کورنۍ او اولادونو سره دي مرسته وسي.

وروسته نثار احمد صالح د ليکوال او سياسي فعال محمد يار يار مقاله ولوسته. په مقاله کي راغلي ول: باورمن یم چې تاسو به هم پر دې نظر راسره همنظر یاست چې زموږ دغه راڅخه ضایع شوی ځوان، په خپل لنډکي ژوندانه او ځوانه ځوانۍ کې یو څو اړخیز فرهنګي شخصیت وو؛ شاعر وو؛ محقق وو، نقاد وو؛ داستان لیکوال وو؛ ژورنالیست وو؛ مدیر وو؛ مدني فعال وو؛ د سیاسي نظر او تحلیل څښتن وو؛ دروند ټولنیز شخصیت وو؛ د ملګرۍ په واقعي مانا یو ښه ملګری وو او د ژوندانه په دغه هر اړخ کې یو خورا باجرئته انسان وو چې بالآخره خپل دغه جرئت وخوړ.

په مقاله کي د شهيد پتيال پر ژوندانه هر اړخيز بحث سوی وو او په پای کي راغلي ول چي موږ باید د شهید پتیال له پُرثمره ژوندانه څخه دا زده کړو چي کلک هوډ او ملي تعهد څه ته وايي؟ څوک څنګه د ناممکناتو په تورتم کي د ممکناتو رڼا ته ور وتلای سي.

وروسته د کندهار پوهنتون استاد محب الله ترابي خپله مقاله ولوسته او ورپسې د شهيد پتيال په اړه دوه شعرونه هم ولوستل سول.

له همدې سره يادغونډه پای ته ورسېده او سملاسي د لوی کندهار ادبي بهير مشاعره پيل سوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *