خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۶-۸-۲۴

د چهارشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون څنګ ته د غازي امان الله خان په نوم د نوي پارک د جوړېدو چاري د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا، د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د ښارواليو چارو د معين عبدالباقي پوپل او د هيواد د ۳۴ ولايتونو د ښاروالانو له لوري د پټۍ په پرېکولو سره پيل سوې.

ياد پارک د ښاروالۍ لخوا جوړېږي او يو سل او شل زره امريکايي ډالره لګښت پر راځي چي د پاک او زرغون ښار پروګرام لخوا ورکول کېږي.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د ياد پارک جوړېدل د سيمي د خلګو او د ښاري ښکلا په برخه کي ډېر ګټور وباله.

ښاغلي ويسا وويل، ولايتي اداره د کندهار ښار د پراختيا او ښکلا لپاره نور پلانونه هم لري چي په پلي کېدو سره به يې ښار لا هم ښکلي او پراخ سي.

د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د ښارواليو چارو معين عبدالباقي پوپل هم د ياد پارک جوړېدل ګټور وباله. ښاغلي پوپل په خپلو خبرو کي د ولايتي ادارې او کندهار ښاروالۍ څخه مننه وکړه چي د ښار د پراختيا او ښکلا لپاره جدي هڅي کوي.

وروسته د کندهار والي تورن جنرال زلمي او د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د ښارواليو چارو د معين عبدالباقي پوپل په ګډون د هيواد د ۳۴ ولايتونو ښاروالانو په خپلو لاسونو د غازي امان الله په پارک نيالګي کښېنول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *