په هغه مراسمو کي چي نن پنج شنبه په دې اړه د مهمند د لوي کندهار په سوداګريز مارکېټ کي جوړ سوي وه د کندهار والي ډاکټر توریالی ویسا د کابل څخه راغلو مېلمنو د سوداګرۍ وزارت معین مزمل شنواری ، د زراعت وزارت معین سلیم کندوزی ، داسیا مشر وفیع الله ، دسوداګری د خونو مرستیال مشر خان جان الکوزی ملي سوداګرو هر یوه حاجي محمد یونس مهمند محمد یوسف مهمند حاجي محمد صدیق مهمند ، کندهار ښاروال او نورو چارواکو ګډون درلود .
د مهمند د لوي کندهار سوداګريز مارکېټ مسوول او ملي سوداګر حاجي محمد یونس مهمند د مارکیټ د افتتاح په مراسمو کي وویل چي د مهمند د لوي کندهار سوداګريز مارکېټ په ۴۵ جریبه مځکه کي جوړ سوی چي د هيواد په کچه به پکښي د لندې او تازه ميوې صادرات او واردات ترسره سي.
د ښاغلي مهمند په وینا دغه مارکیټ ۷۵۰ دوکانونه لري چي شاوخوا ۱۵ میلونه ډالره لګښت په راغلي .
په غونډه کي کندهار والي داکټر توریالي ویسا وویل چي ياد مارکېټ به ددغه ولايت کرنیز سکتور ته وده ورکړي او همبه د ښار په منځ کي د غير معياري مارکېټونو خلک خلاص سي.
((په دې مارکېټ کي به د کندهار او د افغانستان د نورو ولايتونو مېوه په معياري ډول پيک او بسته بندي کيږي اوس زموږ مېوه په ډېر بد حالت کي نورو هيوادونو ته ليږل کيږي چي په دې سره مينه وال د لاسه ورکوي.)
د مهمند د لوي کندهار سوداګريز مارکېټ د کندهار ښار ختيځ لور ته د کندهار – بولدک د لاري په اوږدو کي ښورندام ته نژدې جوړ سوي
دغه مارکېټ پراخ دوکانونه، چي هر يو يې ۱۲ متره اوږدوالی او څلور متره بروالی لري او هم د نړيوال معيار مطابق هر دوکان یوه اشپزخانه، یو تشناب او د دوکان مخته بيا د پياده رو پرته شپږ متره تړه لري.
په مارکیټ کي دننه د خلکو د سهولت لپاره مدرسه ، ښوونځي ، صحي مرکز او د بانک يوه څانګه او په پنځه پوړه کي دوه عصري او لوي هوټلونه هم رغول سوي دي.