حکمت الله نجیب –

ډیرو خلکو ته خدای دارایی او شتمني ورکړې خو ددې تعداد خلکو څخه ډیر لږ سته چي سخاوت اخلاص او خاکساري لري .

د مهمند کورنۍ غړي حاجی محمد یونس مهمند حاجي محمد صدیق مهمند او حاجي پښتون مهمند هغه کسان دي چي الله تعالي ورته د خپلي دارايي په اندازه سخاوت اخلاص او خاکساري ورکړې .

ورین تندی او خوشحاله څیري لري د خلکو سره د دوستۍ ملګريتوب او ناستي پاستي  خاص مهارتونه لري.

دوی د هغه شتمنو او پیسداره خلکو په څیر نه دي چي ژوند په عیاشي او مغروري تیروي بلکي د نادارو خلکو لاس نیوی کوي  او له بې وزلو خلکو سره د دوي د اړتیا سره سمه همکاري

په یوه حدیث شریف کي راغلي  :

من احب ان يبسط له في رزقه وينسأله في اثره فليصل رحمه (بخاري(

ژباړه : كه څوك دعمر زياتوالى او درزق فراخي غواړي نو له خپلوانو سره دې ښيګڼي كوي .

 دغه راز په یوه بل حدیث کي پیغمبر ص فرمايي:

 ثَلاثٌ وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، إِنْ كُنْتُ لَحَالِفًا عَلَيْهِنَّ لَا يَنْقُصُ مَالٌ مِنْ صَدَقَةٍ فَتَصَدَّقُوا ..) [ مسندأحمد بن حنبل : .

لوړه په رب لايزال چي زما روح يې په لاس کي دی چي درې شيان دي زه پرې سوګند پورته کوم

۱: له مال څخه صدقه او خيرات کول بيخي مال نه کموي .

۲: د علم په زده کونکو مالي نفقه کول :

۳:هر هغه څوک چي خپل ځان يې د شرعي علومو زده کړو ته خاص کړی وي

 له مقدمي تېریږم او دکندهار د یوه اوسیدونکي په توګه دهغه فعالیتونو او ښګڼو  لنډه یادونه کوم چي د مهمند کورنۍ د کندهار د اوسیدونکو سره کړي .

د مهمند په نوم مجهز روغتون :

دغه روغتون چي په روان کال کي يي د عامي روغتیا ریاست د ارزوني په اساس د ولایت په کچه په ټولو شخصي روغتونو کي لومړي مقام وګاټه د اکثره خلکو   تداوي په کښي مفت یا وړیا دی.

ددې ترڅنګ د هري روژې په میاشت کي په عمومي ډول د ټول خلکو درملنه په وړیا توګه  کوي .

دغه کورنۍ په خاص ډول حاجي محمدصدیق مهمند  څو ورځي مخکي د معیبونو د اتحادې سره ژمنه وکړه چي  د ۵۰ معیبونو  وړیا درمنله به وکړي .

د روغتون ډاکټران يي په شخصي مصرف هند هیواد ته  استولي  تر څو تخصص وکړي او بیرته کندهار ته راسي او په روغتون کي کار وکړي .

په صحي برخه کي نوري مرستي :

د میرویس روغتون سره  يي د وړکتون په جوړلو او ددغه وړکتون د امکانانو په برابرولو کي مرسته کړې.

د معتادینو د درملني د دو مرکزونو سره  يي  وخت پر وخت د خوراکي موادو مرسته کړي.

د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د کدري روغتون سره د یوکال په اوږدو کي هره میاشت د درملو مرسته.

په زابل کي د مرکزي روغتون سره د ویني د ساتلو د مجهزو تخنیکي وسایلو  مرسته.

د معارف په برخه کي همکاري :

د کوچنیانو لپاره يي دوزیر محمد ګل خان مهمند په نوم  وړکتون او اکاډیمي خلاصه کړي ، د غریبو کورنیو اولادونه په کښي په ډیر  کم فیس سره زده کړي کوي  دکوچنیانو دغه مکتب اوس په لیسه  هم بدل سوي .

لسګونه محصلین يي ، هند هیواد ته د لوړو زده کړو لپاره استولي.

د کندهار د پوهني ریاست  سره وخت پر وخت مرستي کوي، د ۱۲ ټولګۍ دفارغیونو لپاره د کانکور د امادګۍ د کورسونو جوړل  د ښځینه زده کوونکو د ترانسپورټ په برخه کي ، دوه کاسټر موټرانو مرسته .

د کندهار ښار د ټولو ښوونځیو  او دغه راز د عصري زده کړو د ځنیو مرکزونو سره  د ښووني او رزوني ریاست په همکاري  د کمپیوټرانو مرسته .

د پوهنتون  دښځینه ښوونکو لپاره د ترانسپورټ امکانات  برابرول .

د نغدو پیسو خوراکي او غیر خوراکي موادو مرستي :

د محمد یونس مهمند حاجي محمد صدیق مهمند او حاجي پښتون مهمند مرستي او همکارۍ په عام محضر کي نه وي .دوی خپله همکاري د الله ج د رضا  لپاره  کوي  او د غه همکاري  د میډیا په مخکي د سوداګریز اعلان په ډول نه کوي .

بیارغونه

په کندهار ښار  کي دننه  د درو کیلو مترو په اندازه د کابل بانک څخه  تر ډنډ چوک پوري د سړک په منځ کي  په عصري ‌ډول د یوه ګلدان جوړول  سرسبزي او دیوه کال لپاره د ګلانو او درختو روزل .

د افغانستان په سطحه د لندې میوې لپاره یو لوی اوعصري مارکیټ جوړل چي دا یوه مهمه اړتیا او ضرورت وو چي دکار ولایتي ادارې  په ۱۳ کلونو کي هم داسي کار ونه کي .

په کندهار ښار کي  د تر ټولو لوی جومات (جامع عمر) سره په زیاته اندازه  مالي مرسته او د نورو سوداګرو د مالي مرستي د راټولو لپاره د یوه ځانګړي اکاونټ جوړول هم د حاجي محمدصدیق مهمند ابتکار وو.

د کندهار ښار په زړه کي د شهیدانو چوک په اساسي ډول  بیا تر میم.

او داسي  نور مثالونه  چي  د مهمند با احساسه کورنۍ د الله د رضا لپاره د خلکو سره نیغه په نیغه همکارۍ کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *