د کندهار ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت د ميوند ولسوالۍ د بند تيمور په سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کي د ډاکټر واسع په نوم د وسله والو طالبانو والي له خپلو درو نورو ملګرو سره يو ځاى ووژل سو.
د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم، ډاکټر واسع د وسله والو طالبانو له لوري په کندهار کي د والي په توګه فعالیت کاوه چي د افغان امنيتي ځواکونو د ٢٤ ساعته عملياتو په لړ کي له خپلو درو ملګرو سره يو ځاى وژل شوی او جسدونه يې په سيمه کي پاته شول.
دغه راز د افغان امنيتي ځواکونو په ٢٤ ساعته عملياتو کي د پنجوايي ولسوالۍ په سيف الله او خنجه ګک سيمو کي يوه سوبه د ځانمرګي واسکټ، ١٠٠٠ د دهشکي مرمۍ، ٢٠٠٠ د پيکا، دوه عدده د ماين پټاکۍ، ١٢ فيره د ٨٢ ملي متري توپ مرمۍ، ٨٢ مختلف النوع مرمۍ، ٥٠ د ماين کانچې او ٣٥ د ماين ريموټ کنټرولونه له درو وسله والو سره يو ځاى نيولي دي.
داراز د ارغنداؤ ولسوالۍ د ناګهان او مشر آباد سيمو کي ٥ توغندي او ٤ پلاسټيکي چارج سوي پايپونه ډک نيول شوي دي.
پياوړي افغان امنيتي ځواکونه پر دې توانيدلي چي له خپلې خاورې څخه دفاع وکړي او د دې خاورې دښمنانو ته غاښ ماتونکي ځواب ورکړي.
Inshallah or soldiers could to control our country