کندهار

نېټه: ١٣٩۴-۱۱-۱۸

کندهار، افغانستان- نن په کندهار کي د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت له خوا د ټاپي پروژې په اړه پراخه غونډه جوړه سوه.

په غونډه کي د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو چارو معين محمد يعقوب احمدزي، مرستيال والي عبدالعلي شمسي، د دغه وزارت ځينو نورو استازو او د کندهار ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی وو.

په غونډه کي د کندهار د ولسونو له خوا د ټاپي پروژې پراخ ملاتړ وسو او دا يې د هيواد په کچه مهمه او حياتي پروژه وبلله. د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي ټاپي نه يوازي د امنيت لپاره مهمه پروژه وبلله بلکي په اقتصادي لحاظ يې يوه حياتي او ارزښتناکه پروژه وبلله. نوموړي له دغه وزارت څخه مننه وکړه چي د کندهار له ولسونو سره يې اړيکي جوړي کړي او کندهار ته يې مهم سفرونه کړي دي.

د ولايت مقام مرستيال وويل چي د ټاپي له تطبيق سره به د سيمي د هيوادونو فشارونه له منځه ولاړ سي او د دغه څلورو هيوادونو تر منځ به چي ټاپي نلليکه ورسره تړاو لري، اقتصادي اړيکي پياوړي سي. هغه زياته کړه چي د دې پروژې له پلي کېدو سره به د رېل پټلۍ او د فايبر نوري لاين هم وغځول سي.

مرستيال والي وايي چي دا پروژه نه يوازي د هغو ولايتونو او ولسواليو لپاره چي د ګازو نلليکه پکي تيريږي، ارزښتناکه ده، بلکي د ټول هيواد پر اقتصاد او سياست اغېز لري. ښاغلي شمسي وويل چي د دې پروژې په تطبيق کي بايد له مېشتو قومونو او ولسونو سره مشورې وسي او په ګډه تصاميم ونيول سي.

د جرګو او قبايلو چارو معین محمد يعقوب احمدزي وويل چي د ټاپي د سروې کار د ۲۰۱۴ په مارچ مياشت کي پيل او په ۲۰۱۷ کال کي به سروې بشپړه سي او په ۲۰۱۹ کال کي به عملاً ګاز انتقال سي. نوموړي زياته کړه د دې نلليکي ټول لګښت چي ۱۸۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري، ۱۰ ميليارډه ډالر اټکل سوی دی.

احمدزی وايي دا نلليکه له کندهار، فراه، هرات او نيمروز ولايتونو څخه تيريږي چي د افغانستان پر سياسي، اقتصادي او امنيتي وضعي به لوی اغېز وښندي. هغه وايي چي دغه نلليکه د ۳۳ ميليارډه متره مکعب ګازو د انتقال ظرفيت لري او له دې سره به زرګونه افغانانو ته د کار زمينه برابره سي او له دې سره به له کاله يوازي د ټرانزيټ ۵۰۰ ميليونه ډالر د دولت خزانې ته راځي.

نوموړي د کندهار پر ولسونو ږغ وکړ چي د دې پروژې ملاتړ وکړي او په تطبيق کي يې ورسره همکاري وکړي. د غونډي په پای کي د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت له خوا کندهار والي، مرستيال والي او امنيتي مسوولينو ته ستاينليکونه ورکول سول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *