03 – 12 – 2014

په کندهار کي د موټرچلونکو بې احتیاطي او ټرافیکي قوانینو ته نه درناوی په دغه ولایت کي د ټکرونو کچه اوج ته رسولې ده .

د یادو ټکرونو قربانیان اکثره ځوانان دي چي موټر او موټرسایکل په ډېر تېز رفتار سره چلوي او یا هم د ښار په عمومي واټونو کي د مسابقې په ډول خپل نقليه وسایط ځغلوي خو د کندهار د ټرافيک پولیسو مدير محمدالله خان وايي چي د تېر په پرتله اوس په ټرافيکي پیښو کي د پام وړ کمی راغلئ دئ .

دی وايي چي اوس ددوئ د مدیریت لخوا په هرو پنځلسو ورځو کي یو کورس دايريږي چي ګډونوال يې د ۴۰۰ په شاوخوا کي وي او دا پروسه بې وقفې دوام لري .

نوموړي دا خبري ۳۸۰ کسانو ته د لایسنس ورکولو په مراسیمو کي وکړې کوم چي د پنځلسو ورځو درس ویلو وروسته فارغ سوي وه .

محمدالله خان وايي چي دوۍ د دغه دوامداره پنځلس ورځنیو کوروسونو تر څنګ په ښوونځیو ، د پولیسو او اردو په اکاډمیو کي هم دا ډول کورسونه دایروي او دایر کړي يې دي .

نوموړي د ټولو هغو کسانو څخه چي د موټرچلوني رسمي اجازه لیک یا لایسنس نلري هیله وکړه تر څو لایسنس تر لاسه کړي ځکه په دغو پنځلسو ورځو کي دوئ کولاي سي د چلوني زیات قوانین زده کړي .

فارغه سوو موټرچلونکو وویل چي دا ډول کورسونه ډېر ګټور تمامیږي او د ټولو څخه یې هیله وکړل چي دغه کورسونه تعقیب کړي او کوم کسان چي په ټرافیکي قوانیو خبر وي نه یوازي داچي د ټکرونو مخه به نیول سوې وي بلکي هغه ستونزي چي ځیني وختونه په ښار کي د موظفو پولیس ټرافیکو او موټرچلونکو تر منځ پښيږي د هغو مخه به هم نیول سوې وي .

سرچینه : – د سولي کیسې پروګرام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *