خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۴-۱۰-۱۱
کندهار، افغانستان- ولايتي ادارې ته د مشورې، د ټولنيزي اصلاح او عامه خدماتو لپاره د ځوانانو مشورتي بورډ جوړ سو.
دغه بورډ چي ۱۱ غړي لري، تېره ورځ له کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي سره په ولايت مقام کي وکتل. د غونډي په پيل کي جان محمد صالح چي د دې بورډ غړيتوب لري، د بورډ د تشکيل او د خپلمنځي غونډو په اړه معلومات وړاندي کړل.
صالح وويل تر دې مهاله يې څلور خپلمنځي غونډي کړي چي پکي يې تعليمي، روغتيايي، اقتصادي، سياسي، اجتماعي، فرهنګي، ورزشي، کاريابۍ او د عامه اړيکو کمېټې جوړي کړي او هره کمېټه درې-درې غړي لري چي د هري کمېټې يو غړی د عمومي بورډ غړيتوب لري.
هغه ژمنه وکړه چي د احساس له مخي به له ولايت مقام سره ګډ کار کوي او په منسجم ډول به مدني فعاليتونه سر ته رسوي.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د دې لپاره چي دغه مشورتي بورډ پايښت ولري، سپارښتنه وکړه چي د نورو نهادونو، ولسواليو او د اهل تشيع مدني فعالينو ته دي هم ځای پکي ورکول سي، تر څو د ټولني په جوړېدو کي ټول ونډه واخلي.
نوموړي سپارښتنه وکړه چي بورډ دي ژر تر ژره خپل کاري پلان ولايت مقام ته وړاندي کړي، تر څو بورډ د خپل عملي کار چوکاټ ته ولويږي. ښاغلي عزيزي زياته کړه چي راتلونکې اوونۍ د دولتي ادارو ولس ته د حساب ورکولو لړۍ پيليږي، داسي چي د دولتي ادارو مسوولين به رابلل کيږي او ولايتي شورا، مشورتي بورډ او رسنيو ته به د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات ورکوي.