خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-۱۱-۱۳

کندهار، افغانستان- په کندهار ښار کي د کوچنيانو لپاره ځانکړی تفريحي پارک او عامه کتابتون جوړيږي.ش

د کندهار ښاروال محمد عمر عمر او د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال نن سهار د ولايت مقام په مطبوعاتي مرکز کي خبري کنفرانس ورکړ. ښاروال محمدعمر عمر وويل پلان لري چي سرې جامع ته څېرمه د تازه مېوې د مخکني مارکېټ پر ځای د کندهار په سطحه عامه کتابتون او د کوچنيانو لپاره يو تفريحي پارک جوړ کړي.

نوموړي زياته کړه چي د کندهار د عامه کتابتون لپاره يې دغه ساحه ځانګړې کړې چي اطلاعاتو او کلتور رياست به ورباندي د کتابتون لپاره ودانۍ جوړوي. ښاروال وايي د کتابتون لپاره يې ۲ جريبه مځکه ځانګړې کړې چي پر ۶۰۰ متره مربع به د کتابتون ودانۍ جوړه سي او پر پاته مځکي به پارکینګ او يو شمېر نور لازم ځايونه جوړ سي.

ښاروال داراز وويل چي په ياده ساحه کي به د کندهار د کوچنيانو لپاره يو تفريحي پارک جوړ کړي. هغه زياته کړه دا پارک پر ۶ جريبه مځکه کي جوړيږي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال وويل له دوو کلونو راهيسي يې هلي ځلي کولې چي د کندهار په يوه مرکزي سيمه کي عامه کتابتون جوړ کړي، چي بالاخره يې مځکه وموندله. مينه پال زياته کړه دا کتابتون چي مځکه يې د ښاروالۍ له خوا ورکول سوې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مرسته جوړيږي.

مينه پال وايي: اطلاعاتو او کلتور وزارت وعده راکړې ده چي په کندهار کي يو ځانګړی کتابتون جوړ کړي، خو د مځکي مسئله يې پر موږ رااچولې وه. زه له ښاروالۍ څخه مننه کوم چي د کتابتون لپاره يې مځکه راکړه. موږ به د کتابتون نقشه وزارت ته ولېږو، تر څو وزارت د کتابتون د ودانۍ جوړولو پروژه منظور کړي.

يادونه: که په کمپيوټر کي هغه فونټ چي موږ خبرپاڼي ورباندي ليکو، نه لرئ، کولای سئ اټچ فونټونه کمپيوټر ته کښته کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *