خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۷-۰۳-۰۱
د سه شنبي په ورځ په کندهار کي د ۲۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د زاړه ګمرک په سیمه کي د نوي مار کیټونو د سړک چاری کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا لخوا پیل سوې،چي پرمهال يي کندهار والي ترڅنګ کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل،دښاروالۍ مرستیال او دسوداګرۍ خونی رئیس حاجي نصرالله زهیر ګډون کړي وو.
ښآغلي ویسا دکندهار ښاروال او ملي سوداګرو هغه هڅي،چي د زاړه ګمرک په سیمه کي دیو معیاري سوداګریز مارکیټ په جوړلو کي يې ترسره کړي وستایلي او دغه مارکیټونه يي دکندهاري اولس دبقا لپاره ډیر اړین وباله.
نوموړي زیاته کړه، په یاده پروژه کي به ۲۰ زره میتره مربع سړک په دغه او نورو سیمو کي په پاخه او اساسي ډول ورغول سي او ټول مالي لګښت مالی وزارت ورکوي.
همدارنګه کندهار ښار والي انجنیر روښان ولسمل وویل،چي دمالې وزارت د ۲۰ زره متره مربع سړک پخولو لپاره کندهار ښاروالۍ ته ۲۳ میلیونه افغانۍ ورکړي،چي دجوړیدو چاري يي د زاړه کمرل له سیمي پیل سوې.
ښاغلي ولسمل ددې ترڅنګ زیاته کړه،چي دزاړه کمرک په سیمه کي يي داحمدشاهي جادې د استملاک دوکاندارانو لپاره نوي مارکیټ جوړ کړي او ددغه مارکيټ چاري د ښاروالۍ او دهغو خلکو په پیسو ترسره سوي،چي دوکانونه په سرکلپي ورکړل کیږي.