خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۶-۱۵

کندهار، افغانستان- په کندهار کي تر درې مياشتنۍ رخصتۍ وروسته د زنګ په وهلو په رسمي ډول نوی تعليمي کال پيل سو.

د نوي تعليمي کال په مراسمو کي چي نن سهار په يوه خصوصي سالون کي جوړ سوي ول، د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي تر څنګ د پوهني وزارت د عمومي زده کړو مرستيال غلام جيلاني همايون، د معارف رئيس عبدالقادر پيوستون، د ولايتي شورا غړو، ګڼ شمېر نارينه او ښځينه معلمينو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کي د ولايت مقام د مرستيال او د پوهني وزارت د عمومي زده کړو مرستيال له خوا په رسمي ډول د تعليمي کال د پيل په موخه د ښوونځي زنګ ووهل سو. د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي سږ کال د پخوانيو کلونو په پرتله بېساری وباله او ټولو افغانانو ته يې د نوي تعليمي کال د پيلېدو مبارکي وویله. د ولايت مقام مرستيال وويل سږ کال زده کړو ته د خلکو علاقه مندي زياته سوې او د دولتي مکاتبو تر څنګ په خصوصي ښوونځيو کي هم زرګونه زده کوونکي زده کړي کوي. هغه پر ملاامامانو او سپين ږيرو ږغ وکړ چي والدين تشويق کړي تر څو خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږدوي.

نوموړي وويل چي د پوهنيز بهير په وړاندي پرتې ستونزي به د ولس په همکارۍ له منځه وړي او ټول ولس به د معارف د اصلاح لپاره لاس په کار کيږي. هغه زياته کړه ولايت مقام ژمن دی چي د معارف رياست کيفيت لوړ کړي او وخت پر وخت په دغه رياست کي اصلاح راولي.

ښاغلي شمسي وويل په يو شمېر ښوونځيو کي زده کوونکي په خېمو کي زده کړي کوي او د دارالمعلمين تعمير هم تخريب سوی، خو پر معارف وزارت يې ږغ وکړ چي دغو ستونزو ته د حل لار ولټوي. هغه هيله وښوده چي سږ کال تدريسي کتابونه پر وخت راورسيږي او پر زده کوونکو توزېع سي. نوموړي پر ملي تاجرانو او په کندهار کي د هندوستان، ايران او پاکستان پر کونسلګريو ږغ وکړ چي د پوهنيز بهير په پياوړتيا کي مرستي وکړي.

د پوهني وزارت د عمومي زده کړو مرستيال غلام جيلاني همايون په کندهار کي پر مېشتو کونسلګريو ږغ وکړ چي د پوهنيز بهير په وده کي ورسره مرسته وکړي او له افغان تاجرانو څخه يې وغوښتل چي د تل په څېر له معارف رياست سره مرسته وکړي. هغه زیاته کړه چي د دولتي ښوونځيو د تنظيم لپاره به هڅي وکړي او ډېر ژر به د ټول هيواد په سطحه دولتي ښوونځيو ته ځانګړی يونيفورم ورکول سي. ښاغلي همايون وويل چي کندهار ته د ابتدائيه ښوونځيو تدريسي کتابونه انتقال سوي او ډېر ژر به پاته کتابونه هم راولېږدول سي.

همايون د معارف رياست مسوولينو ته سپارښتنه وکړه د هغو ښوونځيو چي تعميراتو ته پکي اړتيا وي، براورد وکړئ او راويې لېږئ، تر څو په راتلونکي کال کي ورته بوديجه تخصيص کړي. نوموړي ژمنه وکړه چي د يو شمېر اړينو تعميراتو ترميم به هم وکړي.

د معارف رئيس عبدالقادر پيوستون د کندهار ټولو خلکو ته د نوي تعليمي کال د پيل مبارکي وويله او پر خلکو يې ږغ وکړ چي د معارف رياست په تقويه کي ورسره همکار سي. هغه زياته کړه چي د علماوو او والدينو ايماني او وجداني دنده ده چي ماشومان ښوونځيو ته شامل کړي او نور خلکو وهڅوي چي په کوچنيانو زده کړه وکړي.

د غونډي په پای کي يو شمېر نارينه او ښځينه ښوونکو ته چي د ساينس په برخه کي روزل سوي ول، ستاينليکونه ورکول سول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *