خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۶-۶-۱۵
کندهار، افغانستان- کندهار والي زلمي ويسا نن سهار رسماً په دې ولايت کي د ۹۶-۹۷ نوی ښوونيز کال په زنګ وهلو پيل کړ.
د نوي ښوونيز کال د پيلېدو په مراسمو کي چي په ميرويس نيکه عالي لېسه کي جوړ سوي ول، د کندهار والي تر څنګ د ولايتي شورا رئيس حاجي سید جان خاکرېزوال، د ولسي جرګې غړو، د معارف رئیس عبدالقادر پیوستون، علماوو، استادانو، مېرمنو او زده کونکو ګډون کړی وو.
کندهار والي زلمي ويسا وویل چي د دښمن خاصه توجه د جنګ د جبهاتو تر څنګ د هیواد د معارف ورانۍ ته هم ده، تر څو نوی نسل له تعلیمه محروم پاته سي. هغه زیاته کړه چي د معارف کارمندان او زدکوونکي باید د خپل تېر تعلیمي کال علمي او تخنیکي ستونزي او تشي تر راتلونکي کال پوري حل او ډکي کړي.
ښاغلي ويسا دا راز وویل چي اساسي زدکړه د زدکونکو په علاقه پوري اړه لري او د معارف اړوندي ادارې دي د زدکوونکو د روزني په برخه کي د کمیت تر څنګ د کیفیت لوړولو ته هم پام وکړي.
د معارف رئیس عبدالقادر پيوستون د سته ننګونو او راتلونکو پلانونو په اړه خبري وکړې او ويې ویل چي سږ کال ۴۷ مکاتب پرانیزي او د شلو نورو ښوونځیو د ترمیم چاري پای ته رسيږي.
غونډي ته د کندهار د ولایتي شورا رئیس حاجي سید جان خاکریزوال او په ولسي جرګه کې د کندهار وکیلانو تورن عبدالخالق کرزي او فریبا احمدي کاکړ هم ویناوي وکړې. هغوی په معارف کي د یو شمېر زورواکانو د لاسوهني او مرکزي چارواکو له غفلته ګیله وکړه.