په کندهار کي د زون په کچه د پولیسو رونيز مرکز څخه ۲۱۵ تنو پولیسو ته په امنيتي ، سرحدي او سيمه ييزه برخه کي روزنه ورکول سول او تېره ورځ ورته بري لیکونه هم ووېشل سول .

مل پاسوال نصرالله ظريفي ددې مرکز عمومي مشري په غاړه لري ، نوموړی وايي چي یاد فارغه سوي پولیس به د کندهار تر څنګ په زابل او یو شمېر ولسواليو کي دنده اجرا کوي او د خپلو خلګو د امنیت ساتنه به کوي .

یاد کسان ددې مرکز ۲۵ دوره پولیس دي چي ورته فراغت لیکونه ورکول کيږي چي د دوئ سره تر څنګ ۶ دورې سیمه یيز پولیس هم روزل سوي دي .

یادو پولیسو ته د اتو اونيو او سيمه ييزو پوليس ساتونکو ته د ٦ اونيو په جریان کي د تکړه استادانو لخوا نظامي ، مسلکي ، سواد زده کړه ، بشري حقونو ، سپورټ او داسي نور تعليمات ورکول سوي ، ترڅو دوئ په راتلونکي کي د دندو پرمهال د کومو ستونزو سره مخ نسي

د کندهار خلګ د پولیسو د اوسني چلند څخه راضي دي او زیاتوي له کله چي د پولیسو په لیکو اصلاحات رامنځته سوی ورسره سم امنیتي وضیعت هم ښه سوی دئ ، دوئ د پولیسو پر مسؤلینو ټینګار کوي چي نامعلومه او شکمن کسان د پولیسو په لیکو کي جذب نه کړي ځکه زیات وختونه همدا کسان د امنیت د ګډوډئ او د خلګو د آزار سبب ګرځي .

سرچینه : – د سولي کیسې پرورګرام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *