تاند- د وسله والو سختدریځو ډلو له لوري په افغانستان کې د تشدد په دوام کې نن په کندهار کې دوه تنه ووژل شول او ۷ نور ژوبل شول او په هلمند کې یو ولسوال ووژل شو.
په کندهار انتحاري د ځان او یوه بل د وژلو ترڅنګ د ۵ ملکیانو په شمول ۷ تنه ژوبل کړل.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وویل:«یو تن چې چاودېدونکي مواد یې په ځان پوري تړلي ول، د ماسپښین په پنځلس باندې دوه بجې یې په کندهار ښار کې د سرحدي پولیسو یوه موټر ته نژدې ځان والوزاوه، اووه تنه یې ټپیان کړل، په خپله هم هلاک شو، په ټپیانو کې پنځه تنه ملکیان دي.»
یوې بلې سرچینې وویل چې د حملې هدف د سرحدي پولیسو قومندان و خو هغه ته هیڅ راز زیان نه دی اوشتی.
له بلې خوا ناپېژندل شویو وسله والو، چې ګومان کېږي طالبان به ول، د هلمند د ناوې ولسوال په ډزو وویشت.
د هلمند چارواکو وویل چې دا پېښه نن وشوه.
په ځان ئې دئ تړلئ دباروتو تور واسکټ دئ ـــــــ له ژونــده دئ بـیـزاره دغـه څرنګه جرأت دئ
یو پروت دئ په سلګیو کې لړلئ سور په وینو ـــــــ بل کیږدي پښه په باندې دغه څنګه انسانیت دئ
یـو مـوړنـشــو پـه حـج او پـه اُمــرو دریــائـۍ ـــــــ بـل سـتـړئ پـه نـارو دشـهیـدانـو دزیـــارت دئ
*****************************************
د کــفــن غــوټــه : ـــــــــــــ
یــــوه ورځ بـه روانـیــــږم ـــــــ په آسمان کې به دا کار کړم
یـــو،یو ستورئ به زه هلته ـــــــ لـه هـرڅـه نـه خـبـردارکړم
پــــه ګـیـلو بـه مـلائـــــکې ـــــــ هـره یـوه داسې بـیـزار کړم
چه شي مځکې ته راکوزې ـــــــ او په مړ دجنګ ښامار کړم
داوغان بچئ په خلا ص زه ـــــــ پـه هـر ګوټ له انتحـارکړم
دا به غوټـه پـه کـفـــــن کړم ـــــــ چه ئې هیر نه ته سهارکړم
خـالـــدې تـه جـنـتـي شـــــې ـــــــ دادعـا په هــــزار وار کړم
کـه آسـماـن ته په خـتـو شوم ـــــــ خـامـخـــا بـه دا اقرار کړم