د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې نن يوه توغول شوي توغندي درې ځوانان چې د فوټبال په لوبه بوخت وو، ووژل.د کندهار مطبوعاتي دفتر وايي چې پېښه ماښام ١٥کم شپږ بجې شوې ده. که څه هم چا د دې چاودنې مسووليت نه دى منلى خو په اعلاميه کې دا د وسلوالو طالبانو کار بلل شوى دى.
په پېښه کې ځينې کسان ټپيان شوي هم دي، چې د ميوند ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
د توغنديو تر څنګ تازه ښخ شوي ماينونه هم په کندهار کې زيات مهال ملکيانو ته مرګ ژوبله اړوي. راپورونه وايي چې ان ځينو ولسواليو ته د ولسي خلکو تګ راتګ هم ستونزمن شوى، ځکه عمده لار يې په ماينونو پوښل شوي دي.
د کندهار مطبوعاتي دفتر په همدغه اعلاميه کې خبر ورکړى، چې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې پر يوه بايسکل د ځاى پر ځاى شوي بم په چاودنه کې درې ملکيان ټپيان شول.
په وروستيو کې د افغانستان له جنوب څخه د ناامنيو زيات راپورونه ورکول کېږي.