محمدصادق رښتینی – چارواکي وايي د اوو سړي تښتونکو په ګډون دغه ۳۰ وسلوال غله دلسو ورځو په جریان کې د کندهار ښار په بیلا بیلو برخو کې د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
د کندهار د امنې قومندان جنرال عبدالرازق وویل چي دغه وسلوال غله تر ډیره د تړل سوو امنیتي کمپنیو پخواني کار کوونکي دي .
(( دا میاشت غله زیات نیول سوي یوازي په لسو ورځو کې اووه سړي تښتونکي نیول سوي بیا هم زموږ سره په دې برخه کې دخلکو همکاري زیاته مهمه ده چي دا غلا وي ورکي کړو ))
بلخوا دسړي تښتونې په یوه تازه پیښه کي وسلوالو غلو یو پنځه کلن کوچنی تر تښتولو وروسته وژلي دي .
د امنې قومندان جنرال عبدالرازق وايي دغه ماشوم داختر څخه مخکي د روژي په ۲۵ وتښتول سو او دلسو ورځو تېرېدو وروسته د پولیسو لخوا د هغه مړی دښار په نهمه ناحیه کې وموندل شو .
دماشوم پلار او د کندهار دګمرک مرستیال اسدالله وايي چې تښتونکو د ده د ماشوم دخوشي کېدو په بدل کې د پنځه لکه امریکايي ډالرو غوښتنه کړي وه .