تاند – په کندهار کې د جمهور رییس محمد اشرف غني په نننۍ غونډه کې ګډوډي جوړه شوه اوغونډه په نیمایي کې پاتې شوه.‌

ویل کیږي چې د مدنی ټولنې یوه فعال غوښتل چې د کندهار د مدني ټولنې په استازیتوب د جمهور رییس په وړاندې په غونډه کې خبرې وکړي خو د ولایتي شورا رییس حاجی سیدجان خاکرېزوال یې مخه ونیوله.

وروسته د جمهوري ریاست د تشریفاتو رییس محمد نسیم شریفي مداخله وکړه او له ښاغلي خاکرېزوال څخه یې غوښتنه وکړه چې پرېږدي چې ځوانان خپلې ستونزې جمهور رییس ته ورسوي خو خاکرېزوال خپل مخالفت ته دوام ورکړ، سپکې سپورې یې وکړې چې په نتیجه کې یې ښاغلي شریفي په خاکرېزوال باندې ګوزارونه وکړل.

امنیتی مسؤلینو په پېښه کې ککړ کسان د غونډې له صحنې څخه و اېستل خو غونډه په نیمه کې پاتې شوه او ویل کیږي چې جمهور رییس وعده وکړه چې بل وخت به بیا کندهار ته ورشي.

یو شمېر نا تایید شوي راپورونه وایي چې د کندهار او ننګرهار پخواني والي ښاغلي ګل اغا شېرزي هم د غونډې په ګډوډولو کې لاس درلود او داسې ښکارېده چې ښایي دغه غونډه په لاسي ډول ګډه وډه شوې وي څو د سیمه ییزو مافیایي کړیو له خوا ولس ته جوړې کړای شوې ستونزې جمهور رییس ته ښکاره نشي.‌

6 thoughts on “په کندهار کې د جمهور رییس په غونډه کې ګډوډي جوړه شوه”
  1. یو مدني فعال ته ولې اجازه نه ورکول کيږي ؟ داچې دمافيا غړي دپښتون په کورکې ګډوډي جوړه وی پرې خفه یو، دپښتون په کور کې ديو مشر میلمه عزت کول پښتونولي ده

  2. تنها این کار ریس شورا نیست این کار کاری مسولین سابقه دولت کرزی است که نمیخواهد آواز جوانان را کسی کوش کند

  3. مونز پردی خفه نشو چی داشرف غنی. بی عزتی وشوه خو پردی خفه شو چی په داسی یو ځایی کی سپکی او سپوری ویل کیږی چی مونږ دی هغی په تاریخ ویاړو.
    باید ووایو چی دا ټول دی کرزی لچک. لچکان دی لکه ګل اغا شیرزی او جنرال رازق چی تش دی توری امریکا له لوری دیی جنرال په نوم پیژندل شوی .

  4. salam!
    da deeer da sharm jay da che zmoz masher ta dasi kasan bad aw rad wayi. pa de majles ke dumra yaw nar nawo che da de kas khole ye wor mata kareway????. aj pashtano da kho statso pa yaw tarikhi jay ke dasi kasan khpl masheran bezata kawi, da deeer da sharm aw afsoz jay da. sa swol hagha de kandahar ghairati pashtaneh????..kho nan mo der gh¤¤¤¤¤L wokharl badbakhto….

  5. د کندهار په عام ولس باندي د کرزي د فاسدو مافيايي کړيو له خوا سخت ظلم روان دي دا خاينان اوس وخت هم دخايين کرزي د واکمني په شان فکر کوي خو دا لکه چه د خايين کرزي د بانډ او ډلي وروستي دسيسه شي ځکه چه نور ولس ته د خايين کرزي د ډلي اصلي څيره ښه څرګنده ده. اشرف غني بايد دغه مسلي ته جدي پاملرنه وکړي ترڅو هغه خايينين چه د ټولني د ستونزو بيانوونکي مخالفينو ته تر ټولو سخته قانوني جزا ورکړي

  6. محترمه ولسمشره ! اوس خو د خپل په سترگو ولیدل چه دا ولایتی مسولین دومره سپین سترګی او بی حیا دی چه ستا په مخکی داکار وکړ, اوته محترم ودوی ته نور قدرت هم ورکوی دا په څه معنا ده چه ولایتی مسولین باید زیات اختیارات ولری ?? ایا دا اختیارات به ددوی څخه فرعونان جوړ نکړی? دخدای لپاره چه داکار ونکړی ! که داحیانان ولایتی مسولینو ته اختیارات ورکړ ته به وګوری چه داظالمان به بیا دخلګو سره څومره وحشیانه اعمال ترسره کړی. په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *