تاند- په افغانستان کې یو جنګېدلی کاناډايي سرتېری غواړي چې په کندهار کې د خپل پوځي ماموریت خاطرې ولیکي څو له دې لارې یې روحي ستونزې کمې شي.

ویل کېږي چې د کتاب لوستل انسان ته روحي سکون ورکوي، خو اوس ویل کېږي چې د کتاب لیکل د روحي ناروغۍ او ستونزو درملنه کوي.

په کاناډا کې مېشت افغان ژورنالیست برښنا نظري وايي چې یو کاناډايي سرتېری جاسلین دیمیتري (Jocelyn Demetre)، چې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ پورې یې په کندهار کې عسکري خدمت کړی دی، په دې ولایت کې د استوګنې د مودې په اړه خپلې خاطرې لیکلي او د کتاب په بڼه یې چاپ کړي دي.

د خپلو خاطرو لیکل په حقیقت کې د زړه تشول دي او د زړه تشول د ده د روحي ستونزو له کمولو سره مرسته کوي.

د ښاغلي دیمیتري د خاطرو کتاب (Sunray 21 ) یا «د ۲۱ لمر وړانګه» نومېږي او تازه له چاپه راوتلی دی.

دا کتاب له خپرېدو وروسته په څو ورځو کې ۱۰ زره ټوګه پلورل شوی او اوس بیا چاپېږي.

برښنا نظري د کاناډايي رسنیو پر اساس وايي چې د ۲۱ لمر وړانګې کتاب په وروستیو دوو میاشتو کې په کاناډا کې یو تر ټولو ډېر لوستل شوی کتاب ګڼل شوی دی.

لیکوال یې جاسیلین دیمیتري ویلي چې د دې کتاب له درکه ترلاسه شوې پیسې به د افغانستان په جګړه کې خپلو ملګرو جنګیالیو ته وبخښي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *