خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-١١-۲۰
کندهار، افغانستان- نن د ولايت مقام د رسنيو په مرکز کي د خبريالانو د جرګګۍ غونډه وسوه.
په غونډه کي چي نن تر غرمې وروسته د ولايت مقام د رسنيو په مرکز کي جوړه سوې وه، د ولايت مقام وياند صميم خپلواک، د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال، د نی دفتر ساحوي مسوول عبدالسميع غيرتمل او يو شمېر نورو خبريالانو ګډون کړی وو.
د ولايت مقام وياند صميم خپلواک وويل چي دولتي اداره هر وخت له خبريالانو سره همکارۍ ته اماده ده. نوموړي ټينګار وکړ چي همکاري بايد دوجانبه وي. ځيني وختونه خبريالان د پيښو د جزئياتو غوښتنه په داسي حال کي کوي چي څو دقيقې مخکي پېښه سوې وي او دوی پرله پسې زنګونه وهي.
نوموړي داراز يادونه وکړه چي ولسوالان هر وخت کولای سي له ولايت مقام سره له شريکېدو پرته د پرمختيايي پروژو او ملکي ستونزو په اړه له رسنيو سره وږغيږي، خو امنيتي پېښي بايد له ولايت مقام سره شريکي سي، ځکه ډېر کله د پېښو جزئيات ناسم او غيردقيق وړاندي کيږي. نو د دې لپاره چي دقيق ارقام او سم معلومات تر خلکو رسېدلي وي، بايد له يوه ادرسه خپاره سي.
د امنيه قومندانۍ وياند ضياء دراني وويل چي ځيني وختونه له پېښي سره سمدستي معلومات رسنيو ته نه سي ورکولای، ځکه تر پيښي وروسته بايد د جزئياتو ارقام دقيق راټول او رسنيو ته په واک کي ورکول سي، ځکه نو يو څه وخت ته اړتيا وي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال د يو شمېر سيمه ييزو رسنيو پر نشراتو بحث وکړ او ويې ويل چي رسنۍ بايد داسي کسان په کار وګماري چي اقلاً فصاحت ولري. هغه وايي ځيني وختونه يو شمېر ښځينه کارکوونکي لیدل کيږي چي د ژبي له مشکل سره مخ وي، خو ډېره مهمه ده چي دا ستونزه هواره سي.
نوموړي يادونه وکړه چي سيمه ييزي رسنۍ بايد يوه داسي خپرونه راپيل کړي چي خلک له اساسي قانون څخه خبر کړي او ماده په ماده ورته تشريح کړي. مينه پال داراز پر يو شمېر رسنيو نيوکه وکړه چي غيرمعياري او له افغاني دودونو سره په ټکر کي خپروني نشروي. نوموړي ټينګار وکړ چي رسنۍ بايد معيار او افغاني دودونو ته خاصه پاملرنه وکړي.
د نی ساحوي دفتر مسوول عبدالسميع غيرتمل وويل چي که ولايتي اداره په خاص ډول نظامي ادارې غواړي له خبريالانو سره ښې اړيکي ولري، بايد همکاري وکړي او پر وخت رسنيو ته معلومات ورکړي.