تاند- د عامې روغتیا وزیر پرون /شنبه/ په کندهار کې د درمل جوړولو د فابریکې او یوه ستر لاربراتوار د بنسټ ډبرې کېښودې.

دا فابریکه به، چې په ۱۵ ملیون ډالره په عینو مېنه کې جوړېږي، په ۱۸ میاشتو کې بشپړه او په تولید پیل وکړي.ویل شوي چې دا به په کندهار کې د درمل جوړولو لومړنۍ فابریکه وي.

د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په کندهار کې د درمل جوړولو د فابریکې د بنسټ ډبرې د کېښودو په مراسمو کې وویل، د روغتیا وزارت یو لومړیتوب دا دی چې په هیواد کې د درمل جوړولو فابریکې جوړې شي.

فیروز همداراز وویل، حاضردمه د افغانستان په سلو کې ۹۵ درمل وارداتي دي.دا په داسې حال کې ده چې اکثره وارداتي درمل بې کیفیته او حتي جعلي دي.

ډېر خلک دا شکایت هم لري چې له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته تاریخ تېر درمل واردېږي.

د روغتیا وزیر هم وویل چې تر ۱۰۰۰ زیاتې کمپنۍ شته چې د درملو د واردولو جواز نه لري خو بیا هم بې کیفیته درمل واردوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *