تاند- په کندهار کې چارواکي وايي چې پرون /چهارشنبه/ لږترلږه ۷ ملکیان د طالبانو له لوري پر سړک د اېښودل شوي ماین په چاودنه کې ووژل شول.
د کندهار د والي ویندوی پرون ناوخته وویل چې یو سراچه په داسي حال کې چې د مازدبګر په ۵ بجې او ۳۰ دقیقې په شاه ولیکوټ ولسوالي کې روان و، په لاره کې یې بم وچاودېده چې په نتیجه کې یې په موټر کې ۷ واړه سپرلي ووژل شوه.
د کندهار د والي د ویندوی صمیم خپلواک په وینا، د دې پېښې په قربانیانو کې ۲ ښځې او ۳ ماشومان شامل دي.
دوی له یوه واده څخه خپل کور ته روان ول. د قربانیانو د سپرلۍ موټر یو مخ ویجاړ شوی دی.
وسله وال طالبان عموماً د امنیتي ځواکونو په لاره کې ماینونه ږدي خو ډېر ځلي د طالبانو په ماینونو عام خلک وژل کېږي.
ځیني طالبان د خپلو دا ډول ترهګرو کارونو دفاع کوي او وايي چې وژل کېدونکي کسان که بې ګناه وي، شهیدان حسابېږي او جنت ته ځي.
د ملګروملتو له شمېرنو سره سم، د روان میلادي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۲۵۶۰ ملکي افغانان په دا ډول چاودنو کې وژل شوي او ۵۸۳۰ نور ژوبل شوي دي.
د ملګرو ملتو پر اساس له انتحاري حملو او پر لارو تر بمي او مایني چاودنو وروسته په مځکنیو حملو کې زیات ملکي افغانان وژل کېږي.