تاند- (دوشنبه، د میزان ۱) په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، نن (دوشنبه) یوه افغان پولیس په کندهار کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو پر کاروان ډزې وکړې.

غوڅ ملاتړ ماموریت وايي چې په دې حمله کې د دوی ۳ سرتېري ژوبل شوي دي.

د ټپي شویو پوځیانو د ملیت او هویت په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي خو حمله کوونکی د عامه نظم پولیس بلل شوی چې د ناټو ځواکونو په ځوابي ډزو وژل شوی دی.

د ناټو ځواکونه عموماً داسې زغروال وسایل کاروي.

تر دې وړاندې د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدې ادعا کړې وه چې د دوی یوه نفوذي پولیس د ناټو ۱۲ سرتېري وژلي دي.

قاري یوسف احمدي د حمله کوونکي نوم صفي الله دعبدالمجید زوی ښودلی او وايي چې د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکي و.

قاري یوسف احمدي وايي، صفي الله ته نن سهار د برید امر ورکول شوی او مازیګر خپل هدف ته ورسېد چې له برید وروسته نوموړی پخپله هم وژل شوی دی.

طالبان عموماً په خپلو ادعاوو کې له مبالغې کار اخلي.

خو د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندهار هوایي ډګر کې د بهرنیو سرتېرو او عامه نظم پولیسو ترمنځ لفظي شخړه شوې او د شخړې پر مهال یو افغان سرتېري په بهرنیو سرتېرو ډزې کړي چې درې بهرني سرتېري پکې ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *