تاند- په کندهار کې ننن ماسپښین د یوې چاودنې په اثر لږترلږه ۱۵ ملکیان ووژل شول.

د کندهار ولایت د چارواکو په وینا دا پېښه په میوند ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې د ملکي وګړو موټر د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري پر خښ شوي ماین وخوت.

د چارواکو په وینا په دې پېښه کې ۱۵ ملکیان وژل شوي، او د یوې ښځې په ګډون ۴ تنه ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال ایوب سالنګي د میوند ولسوالۍ د چاودنې د قربانیانو شمېر ۱۳ تنه وښود.

د وسله والو طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي بیا وايي چې د کندهار په میوند ولسوالي کې د طالبانو په ځانمرګي برید کې ۲ ټانکونه او ۱۲ بهرني پوځیان وژل شوي دي.

احمدي وايي چې دا برید د یوه سراچه موټر په وسیله، چېژ چاودېدونکي مواد پکې ځای پرځای ول، شوی دی.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو پوځیانو پر خپلو ځواکونو د کوم برید په اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار والي توریالي ویسا دا برید د وسله والو طالبانو کار بللی او ویلي یې دي چې د دولت وسله وال مخالفان چې د انتخاباتو د پروسې په ګډوډولو کې ناکامه شول، اوس غواړي چې له عامو خلکو انتقام واخلي:«د وطن او ملت دښمنانو غوښتل چي د انتخاباتو د ملي پروسې پر مهال په واټونو او کوڅو کي خونړي بريدونه وکړي، عام خلک ووژني او ولس د رايو له کارولو څخه راوګرځوي، خو د افغان امنيتي ځواکونو له لوري يې په ډېره مېړانه او زړورتيا ټول پلانونه له خنډ سره مخ سول. امنيتي ځواکونو د وطن وحشي دښمنان پرې نښودل چي زموږ وطنوالو ته زيانونه واړوي. دا چي د انتخاباتو پروسې ته يې زيان وانړاوه، نو اوس په لارو او کوڅو کي عام وګړي شهيدانوي او خپل خروښ له ملت څخه کاږي. دا ځناور هيڅکله د دې ملت ابادي او ارامي نه سي زغملاى، دوى تل د دې ملت کورنۍ د  غم پر ټغر کښېنولي، مېرمني يې کونډي کړي، اولادونه يې يتيمان کړي، پلرونه يې بې اولاده کړي او ميندي يې بوري کړي دي.»

طالبان د دولتي چارواکو او امنیتي ځواکونو د موټرو په لارو کې ماینونه او د سړک د غاړې بمونه ږدي خو عموماً د دوی په ماینونو د عامو خلکو موټرونه الوزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *