د وروستیو راپورونو له مخې، د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالي کې د ملي اردو پر یوه اډه د دولت د وسله والو مخالفانو په برید کې تر په لسګونو سرتېري وژل شوي یا ټپیان دي.
په راپورونو کې د نن ورځې د حملې، چې ۳ ساعته یې دوام وکړ، د تلفاتو شمېر ۱۸ او د ټپیانو ۱۶ ښودل شوی دی.
تازه راپورونه وايي چې په دې برید کې، چې نن /جمعه/ د شاه ولیکوټ ولسوالي په زانګیتان سیمه کې د ملي اردو پر اډه وشو، سلګونو وسله والو طالبانو برخه لرله.
وسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ هم په همدې ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو حمله وکړه او لږتر لږه دیرش سرتیري یې ووژل او پرون دیارلس نور سرتیري په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو د طالبانو په حمله کې ووژل شول.
د افغانستان دفاع وزارت خپلو ځواکونو ته مرګ ژوبله تاییدوي خو وايي چې دښمن ته هم سختې مرګ ژوبلې اوښتې دي.
طالبانو ویلي چې د نن ورځې په حمله کې یې ۳۰ افغان پوځیان وژلي او پوځي نقلیه وسایط یې ولجه کړي دي.
په کندهار کې وروسته له دې بریدونه زیات شوي چې افغان سرحدي ځواکونو پاکستاني پوځیان پرې نښودل چې د سپین بولدک دوه کلي ونیسي.
افغان سرحدي ځواکونو تر ۱۰ زیات پاکستاني سرحدي ملېشه ځواکونه ووژل.
Salamooona
Allah de dagha mortad aw benamosa da talibano pa noom ghulaman halak kri akher sook wazhni de yahoodo zamano fakistan lapara jangigi allah mo halak kra kashakai dagha shahidan de fakistan moqabil ke shewe wai soomra loya qahramani ba wai kher ba benamooso nakam yasti inshallah mili urdo ta der sharam da che dumra loy talafat gori allah de tolo shahadat qabol kri aw bas.