تاند- د افغانستان د ملي امنیت شورا پرېکړه وکړه چې په کندهار کې دې د ولسي جرګې انتخابات نه کېږي.

د امنیت شورا تر دې پرېکړې مخکې نن /جمعه/ د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون سپارښتنه کړې وه چې په کندهار کې دې د ولسي جرګې انتخابات وځنډول شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دا وړاندیز نن یوه ورځ وروسته له دې وکړ چې پرون د کندهار والي، امنیه قوماندان او د ملي امنیت ريیس د کندهار د والي د ساتونکي په ډزو ووژل شول.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون وړاندیز د افغانستان د ملي امنیت شورا تصویب ته اړتیا لرله.

د افغانستان د ولسمشرۍ سرچینې وايي چې په کندهار کې به انتخابات یوه اوونۍ وروسته ترسره شي.

د ولسمشر غني ویندوی هارون چخانسوري هم تایید کړه چې په کنندهار کې د ولسمشرۍ انتخابات ځنډول شوي دي.

کندهار ته د انتخاباتو ټول مواد رسول شوي او د رای ورکولو ټول شرایط برابر شوي دي.

تر دې وړاندې د غزني انتخابات هم ځنډول شوي دي.

له بلې خوا پاکستاني چارواکي وايي چې د کندهار پرونۍ پېښې ته په کتو او د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو له کبله د دوو ورځو لپاره د تورخم او سپین بولدک بندري دروازې بندوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *